اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قومونو تعمیر كښې د استاذانو کردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې حکومت پاکستان په هېواد كښې تعلیمی نظام موثره او جدید دور تقاضو له مخې روانولو ته پام لرنه كوي دغسې چې زمونږ نوې نسل د نړۍ علمی و فنی میدان كښې مقابله کولو سره د هېواد نامه روښانه كړي۔نوې نسل تعلیم و تربیه كښې استاذان …
د نوي نسل تعلیم او تربيه كښې د استاذانو، والدین او ټولني بحیثیت مجموعی مثبت او تعمیری کردار د هېواد او قوم د پرمختګ او سوكالۍ او ښه سباؤن ضامن وي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قومونو تعمیر كښې د استاذانو کردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې حکومت پاکستان په هېواد كښې تعلیمی نظام موثره او جدید دور تقاضو له مخې روانولو ته پام لرنه كوي دغسې چې زمونږ نوې نسل د نړۍ علمی و فنی میدان كښې مقابله کولو سره د هېواد نامه روښانه كړي۔نوې نسل تعلیم و تربیه كښې استاذان ، والدین او ټولنه بحیثیت مجموعی مثبت او تعمیری کردار هېواد او قوم د پرمختګ او سوكالۍ او ښه سباؤن ضمانت وي۔وزیراعظم آفس میډیا ونګ له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع كومه چې په 5 اکتوبر 2025 لمانځلے كيږي په خپل پیغام كښې وئيلي چې د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع پاکستان د نړۍ سره يو غږ كيدو سره د ټولي نړۍ استاذانو ته پيرزوئنې او د هغوې د قدر وړ خذماتو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل په نړيواله كچه د استاذانو لپاره ورځ بېلول نه يواځې د پاکستان بلکه د ټولي نړۍ د استاذانو د خذمات اعتراف موقع وركوي۔ وزیراعظم ووئيل په نن ورځ او په خاص توګه د پاکستان طول و عرض كښې ځانګړي خذمات ترسره كونكو استاذانو ته حکومت پاکستان او د پاکستان اولس د اړخه بشپړه پريزوئنې وړاندې كوم۔ وزیراعظم ووئيل سږ كال 2025 كښې د استاذانو نړيواله ورځ ’’تدریس يوه شريكه مرسته او شريكې پېشې ‘‘ په توګه رامخې ته كولو سرخط سره لمانځلے كيږي۔چې مقصد ئې د نړۍ ټولو استاذانو ، درسګاهونو او تعلیمی نظام كښې د همغږۍ پيدا كولو اهمیت رامخې ته كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل ښه او جدید تدریسی نظام د هېواد او قوم انفرادی او اجتماعی استعداد کار كښې اضافه کولو سره سره حکومتی نظام، پالیسیز كښې ښه والي سبب جوړيږي۔ وزیراعظم ووئيل د هېوادونو افرادی قوت د علمی و فنی صلاحیتونو مركز د هغې ذهنی نشوونما او د عقل و شعور په معیار وي د كوم ښه كولو كښې د استاذانو محنت د پريكړې وړ حیثیت لري۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل حکومت پاکستان په هېواد كښې تعلیمی نظام موثره او د جدید دور تقاضو له مخې روانولو ته پام لرنه كوي دغسې چې نوي نسل د نړۍ علمی و فنی میدان كښې مقابله کولو سره د هېواد نامه روښانه كړي۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل د استاذانو فنی استعداد زياتولو او د هغوې د معاشی حالاتو خیال ساتل د حکومت پاکستان او صوبائی حکومتونو ذمه واري ده۔ وزیراعظم ووئيل د استاذانو د حقونو او فرائض تحفظ لپاره نه يواځې په قومی بلکه په نړيواله كچه مجموعی هڅو او مرستي ته اړتيا ده دغسې چې په نړيواله كچه دغه طبقه موثره كولو سره د نړۍ د روښانه سباؤن بنیاد قوي كړي۔ وزیر اعظم ووئيل په نړيواله كچه د هېوادونو ترمينځه د استاذانو تبادلے او شاګردانو نړيوالو درسګاهونو كښې شريك پروګرام كښې ګډون يو خوشبينه عمل دے بايد د دې ودې لپاره كار وكړې شي۔










