اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف به د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم په بلنه د 5 نه تر 7 اکتوبر 2025ء د ملائیشیا ا سرکاری دورہ کوي۔هغه سره به د اعلیٰ كچ پلاوې وي چې پكښې نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير ، وفاقی وزيران او سینئر سرکاری چارواكي شامل دي۔دا دوره د پاکستان او ملائیشیا ترمينځه د قوي اړيكو او شراکت دارۍ څرګندونه ده كومه …
وزیرِاعظم محمد شیباز شریف به د 5 نه تر 7 اکتوبر د ملائیشیا سرکاری دورہ کوي ۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف به د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم په بلنه د 5 نه تر 7 اکتوبر 2025ء د ملائیشیا ا سرکاری دورہ کوي۔هغه سره به د اعلیٰ كچ پلاوې وي چې پكښې نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير ، وفاقی وزيران او سینئر سرکاری چارواكي شامل دي۔دا دوره د پاکستان او ملائیشیا ترمينځه د قوي اړيكو او شراکت دارۍ څرګندونه ده كومه چې د شريك احترام، شريكو ګټو او بېلو څانګو كشې د نزدې مرستي عکاسی کوي۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف به د ملائیشیاﺀ خپل همڅنګ سره دوه اړخيزه خبري اتري كوي چې پكښې په په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دواړه لارښود به د تجارت، اطلاعات او مواصلات ،آئی ټی و ټیلی کام ،حلال صنعت، سرمایه کارۍ، تعلیم، توان ، انفراسټرکچر، ډیجیټل معیشت او اولسي رابطو پشمول بېلو څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو په امکانات هم غور كولې شي۔د دورے په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه موجودہ او نوي څانګو كښې د مرستي په اړه په معاهدو او مفاهمتی یادداښتونو (اېم او یوز) لاس ليك هم كولې شي۔دا دوره د پاکستان او ملائیشیا اړيكو لا مستحکمولو او دواړو هېوادونو د دې عزم پخلے كوي چې امن، استحکام، تجارت او سرمایه کارۍ او كوټلي پرمختك ودې له به په شريكه كار كولې شي۔ وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د ملائیشیا دورہ به د دواړو هېوادونو ترمينځه د موجود ملګرتيا او مرستي قوي بنیادونه لا مستحکم او پراخه كړي۔










