اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) د موسمیات محكمې د اتوار شپې څخه د 06 اكتوبر په مهال د باران له امله باعث دیر، سوات، شانګله، بونیر، كوهستان، مانسهره، ایبټ آباد، چارسده، نوښار ، صوابۍ، مردان، مری، ګلیات، اسلام آباد/پينډۍ او كشمیر ځائې نالو كښې د سېلاب خطرې اندېښنه څرګنده كړې ده۔په دې مهال د باران او ګلۍ له امله د ژوند روزمره معمولات متاثر كيدو، كمزور انفراسټركچر (كچه …
د موسمیات محكمې د اتوار شپې څخه د 06 اكتوبر په مهال هېواد كښې د باران پیشنګوئی كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) د موسمیات محكمې د اتوار شپې څخه د 06 اكتوبر په مهال د باران له امله باعث دیر، سوات، شانګله، بونیر، كوهستان، مانسهره، ایبټ آباد، چارسده، نوښار ، صوابۍ، مردان، مری، ګلیات، اسلام آباد/پينډۍ او كشمیر ځائې نالو كښې د سېلاب خطرې اندېښنه څرګنده كړې ده۔په دې مهال د باران او ګلۍ له امله د ژوند روزمره معمولات متاثر كيدو، كمزور انفراسټركچر (كچه كورونو /دیوالونه ، بجلۍ ستنو ، بل بورډز، ګاړړي ، سولر پینل وغیره) ته د زيان رسيدلو اندېښنه ده۔مسافر او سېلګري دې د مزل په مهال احتياط وكړي او موسمی حالات له مخې دې مزل وكړي۔د موسمياتو محكمې له مخې د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك وي۔دغسې بالائی خېبر پښتونخوا، كشمیر، ګلګت بلتستان، اسلام آباد، بالائی پنجاب او سندھ ساحلی سيمو كښې سيلۍ سره باران امكان دے۔د اتوار په ورځ خېبر پښتونخوا، كشمیر، ګلګت بلتستان، اسلام آباد، پنجاب كښې په زياتره سيمو د باران امكان دے۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وو۔دغسې بالائی خېبرپښتونخوا ، بالائی پنجاب، ګلګت بلتستان او لاندې سندھ كښې په ځيني ځايونو د سيلۍ سره باران شوې۔تر ټولو زيات باران خېبرپښتونخوا: پېښور كښې 15، پتن كښې 14، پاراچنار كښې 10، دیر كښې 03، چترال كښې 01، ګلګت بلتستان: استور كښې 04، بګروټ كښې 02، بونجی كښې 01، پنجاب: منګلا كښې 03، منډی بهاؤالدین كښې 02، سندھ: پډعیدن كښې 02ملی میټر باران شوې۔د خالي په ورځ ریكارډ كړې شوي زيات درجه حرارت : تربت كښې 42، بهاولپور، رحیم یار خان ، بهاولنګر او خانپور كښې 39 ډګری سینټی ګریډ ریكارډ كړې شوي۔










