پاكستان د صدر ډونلډ ټرمپ په اعلان كړې شوي منصوبے د حماس د ردعمل هركلے وكړو

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د صدر ډونلډ ټرمپ په اعلان كړې شوي منصوبے د حماس د ردعمل هركلے كړې دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې سره به سمدستي جنګ بندي باوري شي،په غزه كښې بے ګناه فلسطينيانو وينې بهاولو مخنيوي،نيولې شويو او فلسطيني بنديوانو خوشي كولو ، غير د څه خنډانو انساني مرستي باوري كولو او اوږدې مودې امن پلو د …

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د صدر ډونلډ ټرمپ په اعلان كړې شوي منصوبے د حماس د ردعمل هركلے كړې دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې سره به سمدستي جنګ بندي باوري شي،په غزه كښې بے ګناه فلسطينيانو وينې بهاولو مخنيوي،نيولې شويو او فلسطيني بنديوانو خوشي كولو ، غير د څه خنډانو انساني مرستي باوري كولو او اوږدې مودې امن پلو د باور وړ سياسي عمل لاره سمولو مهمه موقع وركوي۔بيان كښې وئيلي شوې چې اسرائيل به په سمدستي توګه جنګ بندوي۔وياند ووئيل پاكستان په غزه كښې امن لپاره د صدر ټرمپ هڅي ستائي او هيله لري چې د دې په نتيجه كښې به د كوټلي جنګ بندۍ او يو منصفانه، كوټلې او اوږدې مودې امن بحال شي۔ده ووئيل پاكستان به په دې عمل كښې تعميري اومعني لرونكې مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل پاكستان د فلسطين كاز لپاره د خپل اصولي حمايت پخلے كوي، پاكستان د فلسطينيانو سره د د هغوې د خپلواكۍ حق لپاره د هغوې په منصفانه هلو ځلو كښې د يووالي سره ولاړ دے چې له مخې ئې نړيوال قانوني جواز او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې 1967 څخه وړاندې په پولو اډانه يو خپلواكه،د باور وړ او متصل فلسطيني رياست جوړيدې شي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔

مزید خبریں