د وزيراعظم نامزد كړې شوي اعليٰ پائې كمېټۍ او جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ ترمينځه معاهده وشوه،لاك ډاؤن او پهيه جام هړتال ختم

مظفر آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم پاكستان د اړخه نامزد شوې د اعليٰ پائې كمېټۍ او جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ ترمينځه د اوږد مشاورتي عمل نه پس معاهده شوې دې نه پس عوامي ايكشن كمېټۍ لاك ډاؤن او پهيه جام هړتال ختم كړې دے۔د خالي په ورځ د دوه ورځو اوږد مذاكراتي عمل نه پس سهار سهار د دواړو ډلو ترمينځه په دې لوظنامه لاس ليك شوے …

مظفر آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم پاكستان د اړخه نامزد شوې د اعليٰ پائې كمېټۍ او جوائنټ عوامي ايكشن كمېټۍ ترمينځه د اوږد مشاورتي عمل نه پس معاهده شوې دې نه پس عوامي ايكشن كمېټۍ لاك ډاؤن او پهيه جام هړتال ختم كړې دے۔د خالي په ورځ د دوه ورځو اوږد مذاكراتي عمل نه پس سهار سهار د دواړو ډلو ترمينځه په دې لوظنامه لاس ليك شوے چې له مخې آزادكشمير كښې د وزيرانو شميره 32 څخه كمولو سره 20 كړې شوي،مهاجر غړي د وزارتونو څخه جلا كړې شوي دغسې د هغوې پرمختيائي فنډز هم بند كړې شوي،پونچھ او مظفرآباد ډويژن كښې به دوه نوي تعليمي بورډونه جوړلې شي، معاهده په 12 بنيادي او 13 اضافي نكاتو مشتمل ده۔لوظنامې له مخې اوسنيو كښې د تشدد پېښو او تشدد سره قانون نافذ كونكو ادارو او د وګړو په حق رسيدلو د ترهه ګرۍ مخنيوي ايكټ په اړه دفعات له مخې به مقدمې درج كولې شي، په وخت د حاجت به عدالتي كمېشن هم جوړولې شي۔په 01 او 02 اكتوبر پېښو كښې په حقرسيدليو ورثاے له به د سكيورټي اهلكارو برابر معاوضه وركولې شي، په ګولۍ سره ژوبل شوې كسانو له به 10 لكهه او ورثا له به 20 ورځو كښې سركاري نوكري وركولې شي۔مظفرآباد او پونچھ كښې به دوه نوې تعليمي بورډز جوړولې شي، درې واړه بورډز به د وفاقي تعليمي بورډ اسلام آباد سره منسلك كولې شي۔منګلا ډيم توسيعي منصوبے كشې د ميرپور ځپليو له به 30 ورځو كښې د زمكې قبضه وركولې شي۔لوكل ګورنمنټ ايكټ 1990 روح له مخې په 90 ورځو كښې به تراميم كيږي۔آزاد كشمير حكومت به په 15 ورځو كښې هيلتھ كارډ لپاره فنډز جاري كوي۔هره يوه ضلع كښې به مرحله وار اېم آر آئي او سي ټي سكين مشينونه لګولې شي۔لوظنامې له مخې حكومت پاكستان به د آزاد كشمير د بجلۍ نظام ښه والي له 10 اربه روپۍ وركوي۔د كابينه حجم 20 وزيرانو /مشيرانو تر محدود وي دغسې سيكرټريز شميره به هم 20 څخه زياته نه وي۔احتساب بيورو او اينټي كرپشن اداره به ضم كولې شي ، احتساب ايكټ به د نيب قوانين سره هم آهنګ كولې شي،دې نه ځانله كهوري/كمسير او چھپلاني نيلم روډ به د دوه ټنلز فزيبلټي حكومت پاكستان جوړوي۔لوظنامې له مخې د اسمبلۍ مهاجرين غړو په معاملے به د اعليٰ پائې 6 كسيزه كمېټي جوړولې شي،كمېټۍ كښې به د حكومت پاكستان،حكومت آزاد كشمير او ايكشن كمېټۍ د اړخه 2،2 پوهان شاملولې شي،تر حتمي رپورټ جمع كيدو به وزيران په چوكو تعينات نه وي، مراعات او فنډز به معطل وي۔لوظنامې كښې اضافي نكات هم شامل كړې شوي چې له مخې به ئې په 21 ستمبر بنجوسه،30 ستمبر مظفرآباد او پلاك،2 اكتوبر دھيركوټ، ميرپور،پلاك ايف آئي آرز د هائيكورټ جج په مشرۍ كښې عدالتي كمېشن ته سپارلې شي۔ميرپور انټرنېشنل ايئرپورټ جوړولو ټائم فريم به د روان كال په مهال ترسره كولې شي،د جائيداد په منتقل كولو ټيكس به درې مياشتو كښې پنجاب او خېبرپښتونخوا برابر كولې شي۔2019 هائي كورټ پريكړې له مخې په هائيډل منصوبو به عملدرآمد كيږي ،10 ضلعو كښې لوئ واټر سپلائي سكيمونو فزيبلټي به سږ كال بشپړولې شي۔ټول تحصيل هيډكوارټرز روغتونونو كښې به آپرېشن تھيټر او نرسريز جوړولو له كلن پرمختيائي پروګرام څخه فنډز وركولې شي ،ګلپور او رحمان كوټلي كښې به پل جوړولې شي۔د لوظنامې ترمخه ايډوانس ټيكس كښې كمې، ګلګت بلتستان او فاټا په طرز سهولت به وركولې شي۔تعليمي ادارو كښې داخلے لپاره به په اوپن ميرټ پاليسۍ عملدرآمد كيږي۔كشمير كالوني ډډيال لپاره واټر سپلائي سكيم او ټرانسميشن لائن منظوري هم په لوظنامه كښې شامل ده۔مهنډر كالوني ډډيال مهاجرينو له به ملكيتي حقونه وركولې شي۔آزادكشمير هائي كورټ د پريكړې په رڼا كښې ټرانسپورټ پاليسۍ به ازسرنو جاج اخستلے شي، 1300 سي سي ګاړو به خصوصي غور كيږي ۔2 او 3 اكتوبر پيندۍ او اسلام آباد څخه نيولې شوي كشميريان به خوشې كولې شي۔په لوظنامه عملدرآمد لپاره د اعليٰ پائې مانيټرنګ او عملدرآمد كمېټۍ جوړه شوې د كومي مشري به چې د ِ كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام كوي،د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري،د آزاد كشمير حكومت او عوامي ايكشن كمېټۍ نمائندګان په دې شامل دي، كمېټۍ به په پريكړو د د شخړو د حل ذمه وار وي ،وركنګ رولز جوړ شوي او بجټ په رڼا كښې به په پريكړو عملدرآمد كوي۔كمېټي به د عدليې ،بيورو كريټس او وزيرانو مراعات ريټشنلائيز كولو جاج هم اخلي۔

مزید خبریں