پاكستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان افغان چارواكو ته وسپارلو

طورخم۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د سېفران٬ كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر اميرمقام د زيارت په ورځ په طورخم پوله د سيمه ايز يووالي او بشري خواخوږۍ په توګه د پاكستان لخوا افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان يو لويې كھيپ افغان چارواكو ته وسپارلو۔ د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د مرستې پېكج كوم چې په خوراكي توكو ٬ داروګانو او نورو ضروري څيزنو مشتمل دے٬ تېر اتوار په افغانستان كښې د راغلې زلزلې دلاسه ځپلو شوو لپاره وړاندې كړے شوے۔ په دغه زلزله كښې په لويه كچه تباهي شوې ٬ لږ تر لږ 1,469 كسان مړه ٬ 3,700 ژوبل او 50 لكه ځپلې شوي دي۔ په طورخم پوله ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير امير مقام ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستانے اولس افغان اولس سره د بشپړ ملاتړ پخلے كوي او هغوي سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په افغانستان كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل دې آفت څخه سمدستي وروستو نائب وزيراعظم اسحاق ډار خپل افغان همڅنګ سره تماس ونيولو او هغه ته يۍ زلزلې څخه وروستو په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له د پرله پسې مرستې باور وركړو۔ وفاقی وزیر ووئيل دا مهال پاكستان هم د سېلابي صورتحال په صورت قدرتي آفت سره مخ دے د كوم د لاسه چې د هېواد په بېلو سيمو په خاص توګه خېبر پښتونخوا ، ګلګت بلتستان، کشمیر او پنجاب كښې زيات زيان شوے دے۔ ده ووئيل دا د مرستې هڅه يوازې حكومتي ذمه واري نه بلكې يوه قومي فريضه هم ده۔ ده ووئيل زه د هغه ټولو خلقو مننه كوم چا چې د مصيبت سره مخ زمونږ د ملګرو مرستې له ګامونه اغستي د۔ د مرستې سامان په طورخم پوله يوه دستوره كښې په سركاري توګه افغان چارواكو ته وسپارلې شو۔ دا كھيپ د پاكستان او افغانستان ترمينځه د بشري خواخوږۍ په مرسته كښې د يو نوي باب پېل دے٬ هيله ده چې دا ډول مرسته به د زلزله ځپلو خوېندو ورونړو ستونزو كمولو له مرسته وكړي او په سباؤن كښې په آفتونو په بشپړ ډول د قابو موندلو لاره به هواره كړي