د تعليم وزير مملكت وجيه قمر د يونيسكو چيف فؤاد پاشايف سره ملاقات٬ پاكستان كښې زده كړو او كلتوري ورثې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔4 ستمبر (اے پی پی) د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وزير مملكت وجيه قمر سره د يونېسكو چيف فؤاد پاشايف ملاقات وكړو په كوم كښې چې پاكستان كښې تعليم او كلتوري ورثې ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې دواړو لارښودو ټولو لپاره د معياري ٬ مساوي او بشپړ تعليم په اهميت زور راورو۔ دوي د پاكستان د تعليمي هدفونو د ملګرو ملتونو تلپاتي پرمختيائي مقاصدو (اېس ډي جيز) سره په همغږۍ موافقت وكړو۔ وجیه قمر د حكومت لخوا زده كړو ته لاس رسنه زياتولو ٬ سكول څخه د بهر كوچنيانو شمېرې كمولو او د تعليمي معيار لا ښه كولو عزم څرګند كړو۔ فؤاد پاشایف د پاكستان تعلیمی اصلاحات او د كلتوري ورثې تحفظ له هڅې ستائېلو سره د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده په خاص توګه د استاذانو په تربيه كولو ٬ د هغوي صلاحيتونو زياتولو او د ورثې تحفظ سره اړوندو منصوبو كښې د مرستې پراخه كولو له خوښي ښكاره كړه۔ وزير مملكت ووئيل پاكستان يونېسكو سره په ګډه تعليم او كلتوري ورثه د امن ٬ سماجي همغږۍ او تلپاتي پرمختګ ذريعو جوړولو عزم لري