
واشنګټن۔ 3 ستمبر ( اے پي پي ) د امرېكې صدر ډونلډِ ټرمپ په چين ٬ شمالي كوريا او روس د امرېكې خلاف د سازش كولو تور لګولے دے ٬ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پلېټ فارم ټروته سوشل د چين صدر مخاطب كولو كښې ووئېل په داسې كښې چې كله تاسو د امرېكې خلاف سازش كوې ٬ زه د ولادي مير پيوټن او كم جونګ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم۔ صدر ترمپ په داسې موقعه د خپلو خيالاتو څرګندونه كړې ده چې بل پلو شمالي كوريا او د روسيه صدر بشمول 26 نړيوال لارښود د بريا ورځې پرېډ لپاره په بيجنګ كښې راغونډ شوي دي۔ چين د دوېم ڼړيوال جنګ په مهال د جاپاني يرغل خلاف د بريا 80مه سالګره نمانځلو په مهال نن د شورو په ورځ پوځي پريډ منعقد كړو۔