رياض۔ 3 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې وړومبے كلتوري سرمايه كاري كلنفرنس په 29 او 30 ستمبر د رياض كښې كنګ فهد كلتوري مركز كښې كېږي۔ د اردو نيوز تر مخه د كانفرنس تابيا د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان عبدالعيز په مشرۍ كښې د كلتور وزارت تر سېوري لاندې كېږي۔ په كانفرنس كښې به مقامي او په نړيواله كچه كلتوري چارو كښې خوښي لرونكې د سركاري او نجي ادارو ګډون كوونكې په يو پلېټ فارم جمع كولې شي ٬ كوم به چې د كلتوري سرمايه كارۍ په سباون د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دا به په سعودي عرب كښې د خپل نوعيت وړومبے كلتوري كانفرنس وي۔ د كانفرنس به 38 غونډې كېږي جې پكښې به د مختلف هېوادونو نه ډېر پوهان ګدون كوي۔ د سعودي د كلتور وزير شهزاده بدر بن فرحان ووئېل كانفرنس به د كلتوري منصوبو ودې په اړه د سرمايه كارۍ ترغيب نه علاوه په تخليقي څانګو كښې د كاروباري كسانو ډاډ ګېرنې لپاره مهم ثابت شي۔