
غزہ ۔2 ستمبر (اے پی پی) په غزه كښې په اسرائيلي بريدونو كښې نور 13 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د اے اېف پي له مخې د غزه د سول ډيفنس ايجنسۍ وياند محمود بسال د نهې په ورځ ووئيل چې په يو اپارټمنټ او د استوګنې په ودانۍ د شپې په وخت د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 13 كسان شهيدان شول۔ د ذريعو له مخې اسرائیلی ځواكونه په مركزي ښار غزه قبضې لپاره د بريد تياري كوي۔ د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې په غزه ښار او دې سره پېوستو سيمو كښې نزدې 10 كسان ژوند كوي٬ چرته چې قحط اعلان كړے شوے دے۔ په غزه كښې د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په اسرائيلي كارروائيو كښې تر دې دمه لږ تر لږ 63,557 فلسطینی شهیدان شوي دي په كومو كښې چې زياتره عام وګړي دي۔