پاکستان د آذربایجان او آرمينيا ترمنځه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په سرپرستۍ كښې تاریخي امن لوظنامے هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې پاکستان د امریکا صدر ډونلډ جے ټرمپ په سرپرستۍ كښې په سپینه ماڼۍ کښې د آذربایجان جمهوریت او آرمينيا جمهوریت ترمنځه د امن تاریخي لوزظنامے هرکلے کوي۔ دا تاریخي پېشرفت څو لسيزو شخړو او بشري تكليفونو نه پس په سیمه کښې د امن ، استحكام او همکارۍ د نوي دور پيل په ګوته کوي۔وزیراعظم په سماجي رابطه …

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئیلي چې پاکستان د امریکا صدر ډونلډ جے ټرمپ په سرپرستۍ كښې په سپینه ماڼۍ کښې د آذربایجان جمهوریت او آرمينيا جمهوریت ترمنځه د امن تاریخي لوزظنامے هرکلے کوي۔ دا تاریخي پېشرفت څو لسيزو شخړو او بشري تكليفونو نه پس په سیمه کښې د امن ، استحكام او همکارۍ د نوي دور پيل په ګوته کوي۔وزیراعظم په سماجي رابطه وېب سائټ “اېکس” په خپل يو پوسټ كښې وئيلي “مونږ صدر الهام علیوف او د آذربایجان خلکو ته په دې تاریخي لوظنامه مبارکي وایو۔ د هغوي د سيمي امناكه سباؤن دا لاسه د پوهې او تدبیر عكاسي كوي۔ ده ووئيل پاکستان عمر له د آذربایجان سره ولړ دے او مونږ د تاريخ دې فخر وړ وخت كښې هم هغوي سره ولاړ يو۔”وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئیل چې مونږ د صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د دواړو ډلو يو بل ته رانزدې كولو او په يوه لوظنامه رسيدلو لپاره د امریکا د سهولت كارۍ ستائنه كوو، کوم سره به چې د تجارت ، رابطو او سیمه ايز انظمام نوي لارې پرانستلے شي۔ ده دا هیله هم څرګنده کړه چې د د شريكو خبرو اترو دا جدبه د اوږدو سخړو سره مخ نورو سيمو لپاره هم يو مثال دے۔

مزید خبریں