اپوزیشن سره په قامی مسئلو خبرو اترو له چمتو يو، د اپوزیشن لیډر په اړه پريكړه عدالتي ده۔ وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام

پېښور 08 اګست (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي مونږ د اپوزیشن سره په قامی مسئلو خبرو اترو له چمتو يو، كه هغوي په قامی مسئلو خبري اتري كول غواړي نو مونږ به ئې هركلے كوو خو هغوي سره دې لپاره وخت نشته، اپوزیشن لیډر په اړه پريكړې سره د حکومت تعلق نشته، پريكړه عدالت كړي۔ صوابۍ كښې …

پېښور 08 اګست (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي مونږ د اپوزیشن سره په قامی مسئلو خبرو اترو له چمتو يو، كه هغوي په قامی مسئلو خبري اتري كول غواړي نو مونږ به ئې هركلے كوو خو هغوي سره دې لپاره وخت نشته، اپوزیشن لیډر په اړه پريكړې سره د حکومت تعلق نشته، پريكړه عدالت كړي۔ صوابۍ كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل تر څو چې د اپوزیشن چیمبر خبره ده نو د اپوزیشن چیمبر په خپل ځائې دے، اپوزیشن لیډر په اړه پريكړه د عدالت ده، حکومت دې سره څه تعلق نه لري۔ ده ووئيل كه اپوزیشن په قامی ایشوز خبري اتري كول غواړي نو مونږ هغې لپاره چمتو يو،مونږ به ئې هركلے كوو،هغوي به اوريدلې شي او مثبت تجاویز به هم قبلولې شي خو هغوي سره په قامی ایشوز خبرو له وخت نشته۔ وفاقی وزیر ووئيل ټول قوم په 5 اګست د كشمير استحصال ورځ لمانځله خو هغوي دغه ورځ د استحصال عمران په توګه لمانځلي او د تقسیم پیدا کولو هڅه ئې كولې۔ په خېبر پښتونخوا كښې د بدلون په اړه د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل اسمبلۍ كښې د هغوي اکثریت دې خو هغوي خپلو كښې تقسیم شوې دي۔ ده ووئيل سږ كال مونږ د 14 اګست په موقع د جشن آزادۍ سره سره معرکه حق کاميابي هم لمانځو

مزید خبریں