اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ضلع ژوب كښې د هند سرپرستي لرونكو 33 خوارجو په وژلو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هېواد دفاع كښې د پاك پوځ مړانه ، پوهه او په وخت کارروائی د وياړ وړ ده۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ووئيل قام په …
صدر مملکت آصف علي زرداري ضلع ژوب كښې د هند سرپرستي لرونكو 33 خوارجو په وژلو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ضلع ژوب كښې د هند سرپرستي لرونكو 33 خوارجو په وژلو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هېواد دفاع كښې د پاك پوځ مړانه ، پوهه او په وخت کارروائی د وياړ وړ ده۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ووئيل قام په خپلو مېړنو ځوانانو وياړ لري،كومو چې د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي۔ صدر آصف علی زرداري ووئيل د پاکستان په خاوره د دراندازۍ هر ډول هڅي به په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان به د هند په سرپرستۍ كښې د رواني ترهه ګرۍ خاتمه كوي،ټول قام د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي دے۔












