“ايګري سټيك-پاكستان زرعي مستقبل لپاره د ډيجيټل انفراسټركچر جوړولو” په عنوان د لوړې كچې مشاورتي غونډه٬ د ايګري سټيك مقصد د زراعت د سټركچرل مسئلو حل راويستل دي۔ شزا فاطمه خواجه

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي د ايګري سټيك مقصد د زراعت د سټركچرل مسئلو حل راويستل دي، اېګري سټيك د كروندګرو تصديق شوے شناخت، د زمكې په اړه د ډېټا انټګرېشن، درست مشاورتي سهولوتونه او سبسډي، د فصل انشورنس او كريډټ په څېر خدمات به په موثره توګه وركول ممكن كوي۔ د جمعې په ورځ …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي د ايګري سټيك مقصد د زراعت د سټركچرل مسئلو حل راويستل دي، اېګري سټيك د كروندګرو تصديق شوے شناخت، د زمكې په اړه د ډېټا انټګرېشن، درست مشاورتي سهولوتونه او سبسډي، د فصل انشورنس او كريډټ په څېر خدمات به په موثره توګه وركول ممكن كوي۔ د جمعې په ورځ د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وزارت د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت، د لينډ انفارميشن اينډ مينجمنټ سسټم (اېل آئي اېم اېس) او سپيشل انويسټمنټ فيسليټيشن كونسل (اېس آئي اېف سي) په اشتراك سره په نيشنل انكيوبيشن سينټر اسلام آباد كښې د “ايګري سټيك-پاكستان زرعي سباٶن لپاره ډيجيټل انفراسټركچر جوړولو ” په سر خط د لوړې كچې يوه مشاورتي غونډه وشوه ٬ په دې مشاورتي سيشن كښې وفاقي او د صوبائي حكومتونو نمائندګان٬ اېګري ټيك سټارټ اپس، ټيلي كام، فن ټيك ادارو، نړيوالو پرمختيائي شراكت دارو، كسان تنظيمونو او د تعليمي ادارو پوهانو فزيكل او آن لائن ګډون وكړو دغسې چې زرعي ډيجيټلائزيشن لپاره په مشتركه وژن اتفاق رامخې ته كړے شي۔ وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په دې موقع ووئيل ايګري سټيك مقصد د زراعت سټركچرل مسئلو حل راويستل دي چې پكښې فريګمنټډ ډيټا، د كروندګرو شناخت او د كريډټ هسټري كمے، د سبسډي غېر موثره وېش او كمزوري ماركيټ ته رسنه شامله ده۔ دې ووئيل اېګري سټيك د كروندګرو تصديق شوېے شناخت، د زمكې په اړه د ډېټا انټګرېشن، درست مشاورتي سهولوتونه او سبسډي، د فصل انشورنس او كريډټ په څېر خدمات به په موثره توګه ممكن كوي٬ دا يو جامع او په ټيكنالوجي اډانه د زرعي انقلاب بنياد دے ٬ كوم چې د وزيراعظم شهباز شريف وژن “ډيجيټل نيشن پاكستان” له مخئ د اېس آئي اېف سي په اشتراك سره نافذ كېږي۔

مزید خبریں