د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر د فلسطين مظلوم او بې ګناه وګړو لپاره د مرستې د سامان لېږلو لړۍ روانه ده٬ تر اوسه د مرستې د سامان 18 كهېپ غزه ته لېږلې شوي دي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر د دوو نورو چارټرډ الوتكو د لارې 200 ټنه د مرستې سامان د غزه مظلوم او بې ګناه وګړو لپاره ولېږلېے شو٬ تر اوسه د مرستې د سامان 18 كهېپ غزه ته لېږلې شوي دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په امر د فلسطين بې ګناه وګړو …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر د دوو نورو چارټرډ الوتكو د لارې 200 ټنه د مرستې سامان د غزه مظلوم او بې ګناه وګړو لپاره ولېږلېے شو٬ تر اوسه د مرستې د سامان 18 كهېپ غزه ته لېږلې شوي دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په امر د فلسطين بې ګناه وګړو خېرښګړې لپاره عملي اقدامات كوٶ، په هر فورم د مظلومو او بې ګناه فلسطينيانو غږ پورته كوٶ، د فلسطين زده كوٶنكو په پاكستان كښې خپل ميډيكل تعليم دوامداره ساتلے دے۔ د جمعې په ورځ د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي تر سېوري لاندې د مرستې سامان لېږلو په موقع وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په هر فورم د مظلومو او بې ګناه فلسطينيانو لپاره غږ پورته كړے٬ پاكستان په دې د اسرائيل لخوا د ظلمونو نه يوازې غندنه كوي بلكې د فلسطين خپلو وروڼو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ د لارې دوه چارټرډ الوتكې 100، 100 ټنه د مرستې سامان به اردن ته رسوي او د هلته نه به د اردن فلاحي ادارې دغه د سړك د لارې غزه ته رسوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په امر حكومت د مرستې سامان په خاص توګه د خوراك څښاك څيزونه او داروګان د غزه اولس لپاره لېږي او بيا بيا به لېږو٬ په دې مشن كښې جماعت اسلامي او الخدمت فاٶنډيشن هم برخه اخستې ٬ مونږ د ھغوي مننه كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د غزه وروڼو خوېندو سره ولاړ دے او ان شاء الله دا ظلمونه به ختم شي۔ په دستوره كښې د فلسطين سفير پشمول حكومتي استازي او د اېن ډي اېم اے چارواكو هم موجود وٶ۔ وفاقي وزير په سمدستي توګه د سامان لېږل باوري كولو لپاره اېن ډي اېم اے او د نورو فلاحي ادارو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔