نور 100 ټنه د مرستې سامان فلسطين ته روان كړے شو ٬ تر دې دمه 1815ټنه سامان فلسطين ته ليږلے شوے: اين ډي ايم اے

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت غزہ لپاره د مرستې سامان 18 م كهيپ د جمعې په ورځ واستولے شو۔ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ له مخې غزه لپاره د مرستې سامان استولو په لړ كښې نور 200 ټنه سامان د دوه خصوصي پروازونو د لارې روان كړے شو۔ اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر څخه د مرستې په 100 ټنه سامان مشتمل …

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت غزہ لپاره د مرستې سامان 18 م كهيپ د جمعې په ورځ واستولے شو۔ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ له مخې غزه لپاره د مرستې سامان استولو په لړ كښې نور 200 ټنه سامان د دوه خصوصي پروازونو د لارې روان كړے شو۔ اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر څخه د مرستې په 100 ټنه سامان مشتمل 18 م كهيپ د خصوصي پرواز د لارې د جمعې په سهار روان كړے شو ٬ دې څخه وړاندې هم د دومره سامان 17 م كهيپ تېره ورځ د اګست په 7 مه نېټه استولې شوے وه۔ د جمعې په ورځ په لېږلے شوي سامان كښې راشن بېګونه ٬ تيار خوراك او داروګان شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې فلسطين لپاره تر دې دمه 1815 ټن د مرستې سامان لېږلے شوے دے۔ د جمعې په ورځ په اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر د مرستې سامان استولو دستوره كښې د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقع د فلسطيني سفير په شمول د اېن ډي اېم اے اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د مرستې سامان په فوري توګه لېږل باوري كولو له د اېن ډي اېم اے او د خېر ښېګړې نورو ادارو هڅې وستائېلې او د هغوي يۍ مننه وكړه۔ ده د دے عزم پخلے وكړو چې په دې سخت وخت كښې پاكستان فلسطيني اولس سره يو برابر ولاړ دے او د هغوي حاجتونه ترسره كولو له به هره ممكنه هڅه كوي