اسلام آباد 8 اګست (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د پاكستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له نړيوالو ماحولياتي لوظنامو ته رسنه٬ استطاعت او پائيداري باوري كول ضروري دي، په نړيوالو لوظنامو د موقف وړاندې كولو په وخت د هېوادونو سماجي او معاشي حقائق او اولسي ضرورتونه تر نظره ساتل ضروري دي۔ د ماحولياتي بدلون وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې دا …
د پاکستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له نړيوالو ماحولياتي لوظنامو ته رسنه٬ استطاعت او پائيداري باوري كول ضروري دي۔ ډاکټر مصدق ملک
اسلام آباد 8 اګست (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د پاكستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له نړيوالو ماحولياتي لوظنامو ته رسنه٬ استطاعت او پائيداري باوري كول ضروري دي، په نړيوالو لوظنامو د موقف وړاندې كولو په وخت د هېوادونو سماجي او معاشي حقائق او اولسي ضرورتونه تر نظره ساتل ضروري دي۔ د ماحولياتي بدلون وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې دا خبره ده په پاکستان كښې د قطر سفيرعلي مبارک علي عيسيٰ الخاطر سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په موقع د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې دواړو ډلو ماحولياتي همكارۍ، د سرمايه کارۍ امکانات او د سباٶن د نړيوالو هلو ځلو په خاص توګه د آلودګۍ په اړه په قانوني توګه د نړيوال بندېز لوظنامې لپاره د بين الحکومتي مذاکراتي کميټۍ د پنځمې غونډې په دوېم پړاٶ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه كومه چې به په راتلونكې اوونۍ كښې د سوئټزرلينډ په جنيوا ښار كښې كېږي۔ په دې موقع وفاقي وزير زور راوړو چې د پاکستان پشمول پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره نړيوالو ماحولياتي لوظنامو ته رسنه٬ استطاعت او پائيداري باوري كول ضروري دي۔









