ميجر طفيل شهيد په 8م اګست په خپله قيمتي وېنه د بهادرۍ او جرات تاريخ رقم كړے۔ محسن نقوي

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي ميجر طفيل شهيد په 8م اګست په خپله قيمتي وېنه د بهادرۍ او جرات تاريخ رقم كړے او د دښمن د ناوړه ارادې په خاورې كولو يې شين هلالي بېرغ هسك وساتلو ۔ خپل تعزيتي بيان كښې محسن نقوي ووئيل د نشان حېدر وارث، عظيم سپاهي دښمن د ھغوي په صفونو كښې دننه وژلے …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي ميجر طفيل شهيد په 8م اګست په خپله قيمتي وېنه د بهادرۍ او جرات تاريخ رقم كړے او د دښمن د ناوړه ارادې په خاورې كولو يې شين هلالي بېرغ هسك وساتلو ۔ خپل تعزيتي بيان كښې محسن نقوي ووئيل د نشان حېدر وارث، عظيم سپاهي دښمن د ھغوي په صفونو كښې دننه وژلے ٬ مېجر محمد طفېل شهيد د دښمن ګولو په وړاندې په نړه ولاړ ؤ او د خپل بټالين مشري يې كوله او د شجاعت يو لازواله داستان يې رقم كړو ، ميجر محمد طفيل شهيد د ژوبل كېدو باوجود خپل وړاندې تګ برقرار وساتلو او دښمن يې په شا تمبولو مجبوره كړو ۔ وفاقي وزير ووئيل د ځاڼګړي شجاعت دا عظيمه لمحه به زمونږ نوي كول له تل د حوصلې او عزم درس وركوي٬ قام مېجر طفېل شهيد ته سلام كوي چا چې د جنګ نقشته بدله كړه٬ د شهيد آخري خبره چې “ما خپل كار ترسره كړو٬ دښمن وتخښتېدو” نن يو قامي حقيقت ګرځېدلے او د هر سپاهي سلوګن دے۔ محسن نقوي زياته كړه د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مېړني قيادت كښې په پاك و هند جنګ كښې دا زرين ټكي په هر مېدان كښې اورېدلې كېدل او دښمن په هر مېدان كښې د ماتې سره مخ شو ، ده ووئېل په دې وروستي جنګ كښې زمونږ هر عسكر د مېجر طفيل غوندې جنګېدو او لوي څښتن قام ته بې مثاله كاميابي وركړه ،۔