د وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ميجر طفیل شهید ته په 67 م تلين د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چورهدي مېجر طفېل شهید (نشان حېدر) ته په 67 م تلين د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د پارليماني چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل مېجر طفېل شهید د سخت ژوبل كېدو باوجود د دښمن مقابله روانه وساتله او په كوم ډول چې هغه لكشمي پور څخه …

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چورهدي مېجر طفېل شهید (نشان حېدر) ته په 67 م تلين د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د پارليماني چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل مېجر طفېل شهید د سخت ژوبل كېدو باوجود د دښمن مقابله روانه وساتله او په كوم ډول چې هغه لكشمي پور څخه د هند پوځ شاته وتمبولو هغه مونږ لپاره د وياړ وړ دے۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري زياته كړه چې نن هم زمونږ ځوانان د شهيدانو په پل تللو سره د ترهګرۍ په شمول د يو شمېر چېلنجونو مقابله كوي۔ ده ووئيل په مئي 2025 كښې چې څنګه په معركه حق كښې پاك پوځ دښمن د مېدان په پرېښودلو مجبور كړو ګردې نړۍ يۍ ستائنه كړې ده