شهيدان د قام محسنان او اتلان دي٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر ميجر طفيل شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔8 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق مېجر طفېل شهید(نشانِ حېدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه په كال 1958 كښې د مورني وطن دفاع لپاره د شهادت درناوې ترلاسه كړو او د مړانې او بهادرۍ ځانګړے تاريخ يۍ رقم كړو۔ دا خبره ده د مېر طفېل شهيد (نشان حېدر) په 67 م تلين خپل پېغام كښې وكړه۔ سپيكر ووئيل …

اسلام آباد۔8 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق مېجر طفېل شهید(نشانِ حېدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه په كال 1958 كښې د مورني وطن دفاع لپاره د شهادت درناوې ترلاسه كړو او د مړانې او بهادرۍ ځانګړے تاريخ يۍ رقم كړو۔ دا خبره ده د مېر طفېل شهيد (نشان حېدر) په 67 م تلين خپل پېغام كښې وكړه۔ سپيكر ووئيل مېجر طفېل شهيد ته د هغه په 67 م تلين د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم۔ قام خپل دې مېړني اتل ته سلام كوي۔ ده ووئيل شهيدان د قام محسنان او اتلان دي۔ سپيكر ووئيل ژوندي قامونه خپلو شهيدان او اتلان تل ياد ساتي۔ د شهيدانو د قربانيو له امله نن مونږ په يو آزاد وطن كښې ژوند كوو۔ ټول قام په خپلو مېړنو فرزندانو وياړي