اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي ) صدرِ مملکت آصف علی زرداري میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) ته د شهادت په 67مه ورځ پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام د میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) قربانۍ او بهادرۍ ته سلام كوي۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل نن څخه 67 كاله وړندې میجر طفیل …
قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔ صدرِ مملکت میجر طفیل محمد شهید ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي ) صدرِ مملکت آصف علی زرداري میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) ته د شهادت په 67مه ورځ پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام د میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) قربانۍ او بهادرۍ ته سلام كوي۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل نن څخه 67 كاله وړندې میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) د دښمن په ضد په بهادرۍ جنګيدو كښې د هېواد لپاره قرباني وركړې ده۔ صدرِ مملکت ووئيل ټول قام د میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) قربانۍ او بهادرۍ ته سلام كوي۔ صدرِ آصف علي زرداري ووئيل پاکستان نن د هغه عظیمو پوځيانو قربانیو په سوب محفوظ دے۔صدرِ مملکت ووئيل مونږ خپل عظیمو اتلانو ته سلام كوو كومو چې د هېواد سلامتيا لپاره خپل ځانونه قرباني كړل ۔ صدرِ مملكت ووئيل د میجر طفیل محمد شهید (نشانِ حیدر) قرباني د قام لپاره د لارې مشال دے۔صدرِ مملکت ووئيل قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له ياد ساتي۔صدرِ آصف علی زرداري ووئيل پاکستان په خپلو مېړنو عسكرو وياړ لري څوك چې د دښمن په هر ډګر په بهادرۍ سره مقابله کوي۔









