اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نوي مالي كال په وړومبۍ مياشت كښې د پاکستان برآمدات تر 2.7 اربه ډالره په رسيدو د اطمینان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د حکومت ښو معاشي پالیسو او پام لرنې په سوب معاشي اشارې په سم پلو رواني دي، حکومت په هېواد كښې برآمدات زياتولو، د سرمایه كارۍ ودې او کاروبار دوسته ماحول وركولو له چمتو دے۔د …
وزیراعظم د نوي مالی كال په وړومبۍ مياشت كښې برآمدات تر 2.7 اربه ډالره په رسيدو د اطمینان څرګندونه،د حکومت غوره معاشی پالیسو او پام لرنې په سوب معاشی اشاری سم پلو رواني دي۔شهباز شریف
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نوي مالي كال په وړومبۍ مياشت كښې د پاکستان برآمدات تر 2.7 اربه ډالره په رسيدو د اطمینان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د حکومت ښو معاشي پالیسو او پام لرنې په سوب معاشي اشارې په سم پلو رواني دي، حکومت په هېواد كښې برآمدات زياتولو، د سرمایه كارۍ ودې او کاروبار دوسته ماحول وركولو له چمتو دے۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم ووئيل جولائی 2024 نه تر جولائی 2025 په مهال برآمدات كښې 17 فیصد زياتوالے راغلے كوم چې نېك مرغه دے ،يواځې په يوه مياشت كښې 9 فیصده زياتوالے د ډاډ وړ دے ،په برآمدات اډانه پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل د حکومت ښو معاشی پالیسو او ترجیحات په سوب معاشی اشارې په سم پلو رواني دي او د حکومت معاشی ډلي هڅي د ستائني وړ دي۔ده ووئيل حکومت هېواد كښې د برآمدات زياتولو، د سرمایه كارۍ ودې او کاروبار دوسته ماحول وركولو له چمتو دے، د فیس لیس کسټم اسیسمنټ سسټم نفاذ سره پورټ آپریشنز كښې ښه والے راولو۔ وزیراعظم ووئيل جي ډي پي كښې د ټیکس کلیکشن تناسب كښې اضافه د حکومت لپاره د اطمینان وړ ده،نړيوالو مالیاتی ادارو د اړخه د پاکستان کریډټ ریټنګز كښې ښه والے د پاکستان په معیشت كښې د استحکام عکاس دے۔ وزیراعظم ووئيل تير مالي كال كښې د ترسیلات زر په لړ كښې 34.9 اربه ډالره ترلاسه شوي كوم چې د مالي كال 24-2023 په مقابل كښې 28.8 فیصد زيات دي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره نوري آسانۍ وركوو،د پاکستان سټاك ایکسچینج 100 انډیکس 145000 حد عبور کولو سره تاریخي کارکردګي ښودلې ده، د حکومت د معاشی ډلي هڅي د ستائني وړ دي، ده ووئېل حکومت هېواد كښې برآمدات زياتولو، د سرمایه كارۍ ودې او کاروبار دوسته ماحول وركولو له چمتو دے۔









