بلاول بھټو زرداري مستونګ كښې د امنيتي ځواكونو په ګاډي بريد وغندلو

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په ګاډي د بريد غندنه كولو سره په بريد كښې د مېجر او د دوو ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري شهيد مېجر …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په ګاډي د بريد غندنه كولو سره په بريد كښې د مېجر او د دوو ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري شهيد مېجر رضوان، نائيك ابن امين او لانس نائيك محمد يونس ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره بلاول بھټو زراري د سرچ اينډ کليئرنس عملياتو په مهال د څلورو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو پوخ عزم لپاره د بشپړه ملاتړ پخلے وكړو۔