چيف جسټس آف پاکستان سره د كراچۍ ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن صدر وليدل

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ آفريدي سره د كراچۍ ډسټرکټ بار ايسوسي اېشن صدر عامر وړائچ او عبدالرحمن کورائي د زيارت په ورځ د كراچۍ د سپريم كورټ برانچ رجسټري كښې ليدلي دي ۔ د سپريم کورټ لخوا د جاري اعلاميه له مخې په دې موقع د لا اينډ جسټس کميشن آف پاکستان (اېل جے سي پي) ايډيشنل ريذيډنټ سيکرټري سهېل احمد …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ آفريدي سره د كراچۍ ډسټرکټ بار ايسوسي اېشن صدر عامر وړائچ او عبدالرحمن کورائي د زيارت په ورځ د كراچۍ د سپريم كورټ برانچ رجسټري كښې ليدلي دي ۔ د سپريم کورټ لخوا د جاري اعلاميه له مخې په دې موقع د لا اينډ جسټس کميشن آف پاکستان (اېل جے سي پي) ايډيشنل ريذيډنټ سيکرټري سهېل احمد مشوري هم موجود ٶ۔ په دې موقع چيف جسټس يحييٰ آفريدي ووئيل ضلعي عدليه په جاري ترجيحي ايجنډه كښې مرکزي حېثيت لري ځكه چې دا انصاف ته رسنې لپاره اولس ته انټرفيس لپاره د بنيادي فورم په توګه كار كوي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول په بېلا بېلو شريكو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔