پېنډۍ 07 اګست (اے پي پي) د سمندري ځواك مشر ايډمرل نويد اشرف د آذربائيجان دورې په مهال اعليٰ عسکري مشرانو سره ليدلي او د مشقونو او د تربيې د تبادلې پروګرامونو د لارې يې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمېنځه د رابطو د زياتولو په اهميت زور راوړے۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې ايډمرل نويد اشرف د آذربائيجان د نيول فورسز کمانډر …
نيول چيف ايډمرل نويد اشرف د آذربائيجان په سرکاري دوره اعليٰ عسکري مشرانو سره وليدل
پېنډۍ 07 اګست (اے پي پي) د سمندري ځواك مشر ايډمرل نويد اشرف د آذربائيجان دورې په مهال اعليٰ عسکري مشرانو سره ليدلي او د مشقونو او د تربيې د تبادلې پروګرامونو د لارې يې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمېنځه د رابطو د زياتولو په اهميت زور راوړے۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې ايډمرل نويد اشرف د آذربائيجان د نيول فورسز کمانډر فرسټ ګريډ کيپټن شاهين ممدوف سره وليدل٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه سمندري مرسته او په سيمه ايزه مېري ټائم سكيورټي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ايډمرل نويد اشرف ته د آذربائيجان د بحريه د آپريشنل تيارو، تربيې او په آپريشنل هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ ده د آذربائيجان بحريه د سپيشل آپريشنز فورسز آپريشنل مظاهرې مشاهده وكړه۔ نيول چيف د آذربائيجان د آرمي چيف آف دي جنرل سټاف کرنل جنرل کريم وليئيف سره هم وليدل ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د آذربائيجان نيول فورسز هيډکوارټرز ته په راتګ د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ د پاك بحريه د مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه بالعموم او پاك سمندري ځواكونو ترمېنځه په خاص توګه دفاعي اړيكو ته لا وده وركړي۔









