حكومت د ماحولياتي بدلون خطرو مخ نيوي لپاره په فعاله تګلاره عمل كوي ۔ د وفاقي وزير پروفيسر احسن د اقبال ډيزاسټر رسك فنانسنګ سيمينار ته وينا

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصاحلات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي حكومت د موسمياتي بدلون زياتو شوو خطرو په مؤثر انداز مخ نيوي لپاره په يوه جامع او بشپړه تګلاره عمل كوي ۔ده د زيارت په ورځ د ډيزاسټر رسك فنانسنګ سمينار ته خطاب كولو د كوم مقصد چې د ماحولياتي خطرو په ضد مالي تحفظ٬ګرين فنانسنګ او حكومتي اقدامات رامخې ته …

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصاحلات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي حكومت د موسمياتي بدلون زياتو شوو خطرو په مؤثر انداز مخ نيوي لپاره په يوه جامع او بشپړه تګلاره عمل كوي ۔ده د زيارت په ورځ د ډيزاسټر رسك فنانسنګ سمينار ته خطاب كولو د كوم مقصد چې د ماحولياتي خطرو په ضد مالي تحفظ٬ګرين فنانسنګ او حكومتي اقدامات رامخې ته كول وو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ووئېل حكومت د “اړان پاكستان”عنوان څخه يو جامع پروګرام معارفي كړے كوم به چې ماحولياتي موافقت ګرين فنانسنګ او د ډيجيټل رسك ماډلنګ د لارې هېواد د قدرتي آفتونو خطرو څخه محفوظ ساتلو كښې مهم كردار ادا كړي۔ده ووئېل ډيزاسټر رسك فنانسنګ يو ګيم چينجر ګرځولو سره دې يوازې تر مالي وسائلو محدود ونه ساتلے شي بلكې دا په حقيقت كښې يو ه “قامي انشورنس پالېسي”ده كومه چې د طبعي آفتونو سېلاب٬زلزلو٬ګليشيئرز راپريوتو او نورو ماحولياتي خطرو په ضد هېواد د محفوظ نه محفوظ جوړوي بلكې اي- پاكستان وژن ته هم تقويت وركوي چرته چې په ډيټا اډانه پريكړه٬ډيجيټل ماډلنګ او د جديدې ټېكنالوجۍ په مرسته د ماحولياتي خطرو د وخت نه وړاندې په اندازه لګولو د بچ كېدو تدابير كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په تېرو دوو لسيزو كښې د ماحولياتي آفت له امله سخت معاشي زيان برداشت كړے دے۔په خاص توګه 2010 ٬ 2011 ٬ 2020 ٬ 2022 تباهۍ كوونكو سېلابونو څخه معيشت٬كركيلې٬انفراسټركچر او اولسي ژوند ته غېر معمولي زيان رسېدلے دے ۔