اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وړو او د مېنځنۍ درجې كروندګرو ته په پور ترلاسه كولو كښې د آسانيو پېدا كولو امر سره وئيلي دي كروندګرو ته په آسانو شرطونو پور وركول د حكومت په پام لرنه كښې شامل دي ، په زرعي پېدوار كښې اضافې لپاره به د لږې زمكې لرونكو كروندګرو ته عزت وركول وي۔ د نهې ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په …
كروندګرو ته په آسانو شرطونو پورونه وركول د حكومت په پام لرنه كښې شامل دي ۔د وزيراعظم شهباز شريف د جاج اغستو غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وړو او د مېنځنۍ درجې كروندګرو ته په پور ترلاسه كولو كښې د آسانيو پېدا كولو امر سره وئيلي دي كروندګرو ته په آسانو شرطونو پور وركول د حكومت په پام لرنه كښې شامل دي ، په زرعي پېدوار كښې اضافې لپاره به د لږې زمكې لرونكو كروندګرو ته عزت وركول وي۔ د نهې ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د زرعي ترقياتي بېنك اصلاحات او كروندګرو ته د پور په ترلاسه كولو كښې د آسانيو په اړه د جاج اسغتو غونډې شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، احد خان چيمه، د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، وزراء مملکت بلال اظهر کياني، عبدالرحمن کانجو، خاص مرستيال هارون اختر، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د قامي اسمبلۍ غړي افتخار نذير،د وزيراعظم کوآرډينيټر مشرف زيدي، احمد عمير او اړوندو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ غونډې ته خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل وړو كروندګرو ته په پور ترلاسه كولو كښې بلها ستونزې ورمخئ ته وي٬ وړو كروندګرو له زرعي ضرورتونه ترسره كولو لپاره په آسانو شرطونو پورونه وركول د حكومت په پام لرنه كښې شامل دي ۔ ده د زرعي ترقياتي بېنك بهترۍ لپاره اصلاحاتي نفاذ تندولو او په وړه كچه كروندګرو ته په آسانو شرطونو د پور وركولو لپاره د نجي بېنکونو د ډاګيرنې امر وكړو۔ ده ووئيل زه به د زرعي ترقياتي بېنك كروندګرو ته د پور وركولو لپاره د اقدامات هرې درې اوونۍ پس د غونډې پخپله مشري كوم۔ غونډې ته په زرعي ترقياتي بېنك كښې په روان اصلاحات، کارکردګۍ او په راتلونكې تګلاره بريفنګ وركړے شو او په غونډه كښې د بېنكونو لخوا زرعې څانګې ته د قرض وركولو په اړه هم بريفنګ وركړے شو٬ په غونډه كښې د زرعي ترقياتي بېنك كاركردګي ښه كولو او په پور كښې سهولت لپاره بېلا بېل تجويزونه هم وړاندې كړے شول۔









