اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د كشمير استحصال ورځې په موقع د پاك پوځ نوې نغمه "انسانوں کے جهاں میں" كښې د مقبوضه جمو وكشمير وګړو زياته خوښي لرلې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په دې نغمه كښې د كشمير وګړو د آزادۍ مبارزې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوي دي او د هندي ظلم په ضد يو ښكاره پېغام وركړے شوے۔ په نغمه كښې په مقبوضه …
د كشمير استحصال ورځې په موقع د پاك پوځ نوې نغمه ٬ كشميريانو پكښې خوښي ولرله

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د كشمير استحصال ورځې په موقع د پاك پوځ نوې نغمه “انسانوں کے جهاں میں” كښې د مقبوضه جمو وكشمير وګړو زياته خوښي لرلې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په دې نغمه كښې د كشمير وګړو د آزادۍ مبارزې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوي دي او د هندي ظلم په ضد يو ښكاره پېغام وركړے شوے۔ په نغمه كښې په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او بربريت په ډاګه كولو سره د نړيوال ضمير رالړزولو هڅه او د جنت نظیر كشمير وادۍ آزادولو له د كشميري اولس د عزم عكاسي شوې څوك چې پخپله وينه د حق داستان رقم كوي۔ دا نغمه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان د كلك عزم ترجماني كوي۔ دغسې په دې نغمه كښې د نړۍ په خاموشۍ سره د نندارې كولو باوجود د پاكستان د كشميري اولس ترڅنګ د اودرېدو لوظ په ډاګه كړے شوے دے











