اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاكستان او اروپائي ائتلاف قوي اړيكې د منطقې په استحكام او نړيواله سلامتيا كښې مهم كردار لوبوي٬ پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي، تجارت، ماحوليات، هجرت او د سيمه ايز امن په څېر شريك هدفونه به د پاك اروپائي ائتلاف شراكتدارۍ ته لا وده وركړي۔ د نهې په ورځ د …
د پاكستان او اروپائي ائتلاف قوي اړيكې د منطقې په استحكام او نړيواله سلامتيا كښې مهم كردار لوبوي۔ د صدر آصف علي زرداري ډاكټر رينا كيونكا سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاكستان او اروپائي ائتلاف قوي اړيكې د منطقې په استحكام او نړيواله سلامتيا كښې مهم كردار لوبوي٬ پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو ګڼ اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي، تجارت، ماحوليات، هجرت او د سيمه ايز امن په څېر شريك هدفونه به د پاك اروپائي ائتلاف شراكتدارۍ ته لا وده وركړي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرمملكت دا خبرې د اروپائي آئتلاف سفارتي مشن موده ترسره كونكې مشرې ډاكټر رينا كيونكا سره په ايوان صدر كښې د مخه ښې اغستو ملاقات په مهال وكړې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د اروپائي ائتلاف ايراسمس منډس او هورائزن يورپ پروګرام د پاكستان ځوانانو لپاره تعليمي او تحقيقي موقعې رامخې ته كوي، پاكستان د پاك۔اروپا په ستراتېژك انګيجمنټ پلان په بشپړه توګه د عملدرامد عزم لري۔ صدر آصف علي زرداري د ډاكټر رينا كيونكا د پاك۔اروپا اړيكو په وده كښې د خدمات ستائنه كولو سره د اروپائي ائتلاف پلاوي مشرۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔











