ظلم عمر نه لري ٬ مونږ به يوه ورځ ضرور د جمو وكشمير د مظلوم اولس د آزادۍ نمر راختونكے اووينؤ: د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د كشمير استحصال ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي 5 اګست 2019 د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كولو سره د جمو وكشمير د متنازعه حېثيت په يو اړخيزه توګه د ختمولو هڅه وكړه۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي …

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي 5 اګست 2019 د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كولو سره د جمو وكشمير د متنازعه حېثيت په يو اړخيزه توګه د ختمولو هڅه وكړه۔ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د هند دا اقدام نه يوازې غېر قانوني او غاصبانه دے بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ په حق ښكاره بريد دے۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او جبر د لارې د كشميري اولس غږ غلے كول غواړي خو ظلم عمر نه لري ۔ د كشمير اولس د آزادۍ مبارزه نن هم ژوندۍ ده او دا به دغسې پرله پسې روانه وي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان كشميري اولس سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوي او د هغوي د خپلواكۍ حق له به سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د غېر قانوني اقدام نوټس واخلي او كشميري اولس ته د هغوي جائز حقونه وركولو له عملي ګامونه پورته كړي۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل باور لرم چې كه پاك پروردګار ته منظور وي هغه ورځ به ضرور راشي چې د كشمير مظلوم او بې وزله وګړي د خپلې آزادۍ نمر راختونكے اوويني

مزید خبریں