اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي پي ) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وِئېلي دي مونږ په نن ورځ د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د اوسېدونكو کشمیریانو ورونړو خوئېندو سره په بشپر توګه د يووالي څرګندونه كوو څوك چې نن هم د هندي ظلم، آبادیاتي بدلونونو او د خپلو بنیادي بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو سره مخ دي۔ د یوم استحصال کشمیر …
کشمیریانو ورونړو او خوئېندو سره د يووالي څرګندونه كوو٬ څوك چې نن هم د هند ظلم، آبادیاتي بدلونونو او د بنیادي بشري حقونو خلاف ورزو سره مخ دي، جام کمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي پي ) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وِئېلي دي مونږ په نن ورځ د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د اوسېدونكو کشمیریانو ورونړو خوئېندو سره په بشپر توګه د يووالي څرګندونه كوو څوك چې نن هم د هندي ظلم، آبادیاتي بدلونونو او د خپلو بنیادي بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو سره مخ دي۔ د یوم استحصال کشمیر په موقع جاري بیان كښې ده ووئېل په 5 اګست 2019 د هند غیر قانوني او يو اړخيزه توګه اقدامات’’ د كومو مقصد چې د کشمیر شناخت او حیثیت بدلول وو ‘‘ په نړيوال قانون او انساني ضمیر تور داغ دے ، کشمیر يوازې د جغرافیه نه بلکه د انصاف مسئله ده ۔وفاقي وزیر ووېئل زمونږ دا یقین دے چې په سوئېلې اسياﺀ كښې تل پاتي امن او د خوشحالۍ دارومدار د کشمیر مسئلې په منصفانه او تل پاتي حل دے، دا ورځ د هغې ورځ يادګېرنه ده چې مونږ د سيمه ايزې ترقۍ ، تجارت او د رابطو ودې لپاره هلې ځلې ضرور كوو خو د کشمیري اولس د حقونو او د وقار به كله سودا ونه كړو۔











