په يوكرين شخړه كښې د پاكستاني وګړو د ككړ كيدو تورونه بې بنسټه دي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔5اګست(اے پی پی)د پاكستان حكومت د يوكرېن په شخړه كښې د پاكستاني وګړو ككړ كېدو سره اړوند بې بنسټه او له كوم ثبوت پرته لګولي شوي تورونه سختۍ سره مسترد كوي۔ د خارجه دفتر وياند په خپل بيان كښې وئيلې دي چې پاكستان سره په باضابطه توګه كومه رابطه نه ده شوې او نه د دې ډول ادعاګانو تصديق لپاره كوم د باور وړ ثبوت وړاندے كړے شوے دے۔ …

اسلام آباد۔5اګست(اے پی پی)د پاكستان حكومت د يوكرېن په شخړه كښې د پاكستاني وګړو ككړ كېدو سره اړوند بې بنسټه او له كوم ثبوت پرته لګولي شوي تورونه سختۍ سره مسترد كوي۔ د خارجه دفتر وياند په خپل بيان كښې وئيلې دي چې پاكستان سره په باضابطه توګه كومه رابطه نه ده شوې او نه د دې ډول ادعاګانو تصديق لپاره كوم د باور وړ ثبوت وړاندے كړے شوے دے۔ وياند ووئيل پاكستانے حكومت به دا معامله يوكرېني چاراكو سره پورته كوي او په دې لړ كښې سپيناوې طلب كوي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له مخې د مكالمې او سفارت كارۍ دلارې د يوكرېن شخړې سولييز حل لپاره د خپل عزم پخلے كوي۔

مزید خبریں