اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي 5 اګست د كشميري اولس د تاريخ توره ورځ ده٬په دې ورځ هند د مقبوضه كشمير اولس نه د هغوي آئيني او جمهوري حق اخستلے دے ۔د استحصال ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ډاكټر خالد مقبول صديقي نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي مقبوضه كشمير كښې د روانو بشري حقونو د …
نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي۔ډاكټر خالد مقبول صديقي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئېلي دي 5 اګست د كشميري اولس د تاريخ توره ورځ ده٬په دې ورځ هند د مقبوضه كشمير اولس نه د هغوي آئيني او جمهوري حق اخستلے دے ۔د استحصال ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ډاكټر خالد مقبول صديقي نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي مقبوضه كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو سمدستي نوټس واخلي او د هند قابض ځواكونو د ظلمونو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات وكړي۔ده ووئيل د هند 5 اګست 2019 اقدامات د ملګرو ملتونو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده كومو كښې چې د كشميري اولس حق خود اراديت تسليم شوے دے ۔وفاقي وزير ووئېل پاكستان به د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ده د آزادۍ هلو ځلو كښې بوښت كشميري اولس ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل كشميري اولس به يوازې نه پرېږدو٬ټول پاكستانے قام د هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔











