پاکستان په هر يو نړيوال پليټ فارم مظلومو كشميريانو لپاره غږ پورته كړے ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به سباؤن كښې هم د كشميريانو مقدمه مخ په وړاندې بيايي: وفاقي وزير انجينئر اميرمقام

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام د 5 اګست 2019ء غېر قانوني هندي اقدامات مسترد كولو سره د دغې د بېرته اغستو ٬ د سياسي نظر بند كسانو د خوشې كولو او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د حل كولو غوښتنه كړې ده٬ 5 اګست د كشميريانو وګړو لپاره په تورو ورځو كښې يوه …

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام د 5 اګست 2019ء غېر قانوني هندي اقدامات مسترد كولو سره د دغې د بېرته اغستو ٬ د سياسي نظر بند كسانو د خوشې كولو او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د حل كولو غوښتنه كړې ده٬ 5 اګست د كشميريانو وګړو لپاره په تورو ورځو كښې يوه ده كله چې هند كشميريانو وګړو څخه د هغوي ځانګړے حېثيت او پېژنګلو واغسته٬ مودي حكومت مقبوضه سيمه په يو لويې زندان بدلولو سره د كشميريانو ټول حقونه له مينځه وړلي دي٬ پاكستان په هر يو نړيوال پلېټ فارم مظلومو كشميريانو لپاره غږ پورته كوي او كه پاك پروردګار ته منظور وي په راتونكي وخت كښې به هم په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وګړو مقدمه مخ په وړاندې بيايي٬ ده ووئېل د كشمير استحصال ورځې په موقعه به د وفاق و صوبو په كچه او آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې خصوصي لاريون او دستورې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې د حريت لارښود کنوینئر غلام اېم صفي سره د كشمير استحصال ورځ په اړه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په پاكستان كښې به د نهې ورځ شپږمه كلنه د كشمير د استحصال ورځ لمانځلې شي٬ په دې ورځ به د كشمير مسئله ٬ د كشميري وګړو بنيادي حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كولې شي٬ د آپرېشن بنیان مرصوص بريا سره د دې ورځې اهميت لا زيات شوے دے۔ ده ووئيل هيله ده چې هند به دې څخه زده كړه كړې وي او هغه به په پاكستان د بيا بريد كولو كله سوچ هم نه كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف تل كشميريانو لپاره په نړيوال فورمونو غږ پورته كړے دے۔ ده ووئيل د هند حكومت په 5 اګست 2019ء د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ كولو سره د هند آئين 370 او 35 اے دفعات ختم كړي وو د كومو له مخې چې مقبوضه كشمير ته خصوصي حېثيت ترلاسه ؤ۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير استحصال ورځ په موقع به په وفاقي او صوبائي كچه آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د واك او دستورو تابيا كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او اروپائي ائتلاف په شمول د نړۍ په نورو فورمونو د كشمير مسئله پورته كوي او دا لړۍ به دغسې روانه وي۔ ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښی به د كشمير استحصال ورځ په مناسبت سره د غندنې قرارداد وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د استحصال ورځ په موقع يو شمېر پروګرامونه تشكيل كړې شوي۔ په دې ورځ به سهار 10 بجې يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي او په سړكونو روان ټرېفك به اودرولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ميډيا تل د كشمير مسئله په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ هيله ده چې سږ كال به هم ميډيا يو وارې بيا 5 اګست په مناسب ډول رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د دې ورځې مناسبت سره به په اسلام آباد كښې تر ټولو لويې لاريون ويستلے شي په كوم كښې ګډون كولو لپاره چې وزيرانو او پارليماني غړو ته بلنه وركړې شوې ۔ په دې موقع غلام اېم صفي په خپلو خبرو كښې ووئيل په 5 اګست 2019ء د كشمير خصوصي حېثيت ختم كړے شو۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان حكومت مننه كوو چې د دې ورځې د لمانځلو پرېكړه يۍ وكړه۔ ده ووئيل ټول هېواد به حريت كنفرنس پاكستان سره په ګډه د كشمير استحصال ورځې لمانځي۔ مونږ پاكستانيلتن يوو او پاكستان زمونږ دے ٬ دا نعره د سيد علي ګيلاني وه

مزید خبریں