د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬ په ګلګت بلتستان كښې سيلابي صورتحال څخه وروستو د مرستې كارروائيو او د بحالۍ اقدامات ګړندي كولو امر

ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب او بارانونو د لاسه د ځپلے شوو ودانيو بيا بحالۍ لپاره د اقدامات ګړندي كولو، د مواصلات رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو او اېن ډي اېم اے ته د صوبائي حكومت لخوا د هر ډول مرستې امر كولو سره وئيلي دي ځايي وداني دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په بېړني …

ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب او بارانونو د لاسه د ځپلے شوو ودانيو بيا بحالۍ لپاره د اقدامات ګړندي كولو، د مواصلات رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو او اېن ډي اېم اے ته د صوبائي حكومت لخوا د هر ډول مرستې امر كولو سره وئيلي دي ځايي وداني دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په بېړني صورتحال كښې دې فوري ريسكيو او مرستې له بشپړ نظام تشكيل كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ګلګت بلتستان كښې د اوسنيو پشكال بارانونو او سېلابي صورتحال په نتيجه كښې د شوو زيانونو او د مرستې كارروايۍ او بحالۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو امیر مقام، عبدالعلیم خان، عطاء تارړ، میاں معین وټو، ډاکټر مصدق ملک، د وزیراعظم سلاحكار رانا ثناء ، د وزیراعظم کوآرډینېټر شبیر احمد عثمانی، د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاہ، د ګلګت بلتستان وزيراعلی ګلبر خان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن انعام حېدر ملک او نورو اعلی او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د اوسنيو بارانونو او سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د زړه له كومي خفه يم۔ ده ووئيل پاكستان په موسمياتي بدلون كښې د برخې نه لرلو باوجود د دې ناوړه اثرات سره د نړۍ د زيات مخ هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ وزیراعظم اېن ډی اېم اے او د موسمياتي بدلون وزارت ته په ګډه په ګلګت بلتستان كښې په راروانو څو مياشتو كښې پېشګي اطلاعات او مانيټرنګ لپاره د سېنټر جوړولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل ځايي ودانۍ دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په بېړني صورتحال كښې دې سمدستي ريسكيو او مرستې له بشپړ نظام تشكيل كړے شي۔ ده ووئيل رېسكيو او ريليف اقدامات لا فعاله كولو له دې د اېن ډي اېم اے صوبائي حكومتونو او ادارو سره مرسته باوري كړې شي۔ ده د اوسنيو بارانونو د لاسه د ځپليو شوو كسانو بحالۍ لپاره د اقدامات زر تر زره په بشپړولو او د سترو لارو او نور انفراسټركچر د زيانونو سروے كولو سره د ټولو سيمو مواصلاتي رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو هم هدايت وكړو۔ وزیرِ اعظم د اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے ٬ د مواصلات وزارت ٬ ضلعې انتظاميې ٬ رېسكيو افسرانو او اهلكارو د مرستې كارروايۍ او اقدامات ستائېلو سره ووئيل د ګلګت بلتستان په شمول د هېواد په قطبي سيمو كښې د سېلګرۍ بلها موقعې موجود دي٬ د موسمياتي بدلون به اړه د کلائیمېټ ریزیلئینټ انفراسټرکچر جوړولو او د خراب موسمي صورتحال پېشګي اطلاع سره سېلګري او ځايي وګړي بېړني صورتحال څخه بچ كولو له مرسته ترلاسه كېدې شي۔ وزیرِ اعظم اېن ډي اېم ته صوبائي حكومت سره د هر ډول مرستې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د بارانونو او سېلاب د لاسه رامخې ته شوو زيانونو څخه خبر كړېے شو۔ غونډې ته صوبائي انتظاميې او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د بارانونو او سېلاب د لاسه په ګرد هېواد او په خاص توګه په ګلګت بلتستان كښې د شوي زيان ٬ د موسم ممكنه صورتحال او په پورته كړو اړوندو اقدامات بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول په ګلګت بلتستان كښې په 21 جولائی 2025 تھک- بابوسر، تھور، کنډداس او اشکومن كښې د شړق پرېوتلو د لاسه زيات تېز باران وشو چې په نتيجه كښې يۍ ځايۍ ودانۍ او سېلګرو ته زيات زيان ورسېد۔ 600 څخه زيات كسان رېسكيو كړے شول۔ تباه شوې لارې بيا د رغولو نه پس پرانستلې شوي۔ غونډې ته ووئيل شول رېسكيو آپرېشن لپاره 5 كېمپونه لګولې شوي ٬ 10 چورلكې او 2 سي ۔ 130 الوتكې سېلګري او نور ګېر كسان محفوظو ځايونو ته رسولو لپاره وكارولې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول په دې آپرېشن كښې پاك پوځ ٬ اېن ډي اېم اے ٬ ضلعي انتظاميې ٬ پوليس ٬ پي ډي اېم اے ٬ 1122 او هيلتھ وركرانو برخه واخسته۔ وزیرِاعظم د ځپلي انفراسټركچر د کلائیمېټ ریزیلئېنس ذهن كښې ساتلو سره د بيا جوړولو هدايت وكړو۔ غونډه د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د ’’ګلوف ‘‘ (ګلېشئیل لیک آؤټ برسټ فلډ ) پېشګی اطلاع لپاره د سسټم لګولو پېشرفت نه هم خبر كړے شو۔ وزیرِاعظم اېن ډی اېم اے ته د وزارت په مرسته د دې نظام په دوو مياشتو كښې د نصب كولو ٬ د دې تھرډ پارټی وېلیډېشن كولو او د آبي وسائلو وزير سره په ګلګت بلتستان كښې د اوبو بهتر نظام په اړه د مشاورت او منصوبه بندۍ بشپړولو هم هدايت وكړو

مزید خبریں