وزيراعظم شهباز شريف د طبعي آفتونو مخنيوي لپاره په وخت د چمتوالي په ضرورت زور راوړو٬ د انفراسټرکچر بحالۍ لپاره د څلور اربه روپو٬ د 100 مېګاٶاټ د نمر توان منصوبې زر تر زره فعاله كولو او د دانش سکولونو د بنياد تيګې كېښودو اعلان

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د طبعي آفتونو مخنيوي لپاره په وخت د چمتوالي نيولو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي ايډوانس وارننګ سسټم د وخت ضرورت دے، د انفراسټرکچر بحالۍ لپاره د څلور اربه روپو فنډ اعلان كوم٬ د سل مېګاٶاټ د نمر توان منصوبه به زر فعاله كوٶ، د دانش سکول د بنياد تيګه به اېږدو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل …

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د طبعي آفتونو مخنيوي لپاره په وخت د چمتوالي نيولو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي ايډوانس وارننګ سسټم د وخت ضرورت دے، د انفراسټرکچر بحالۍ لپاره د څلور اربه روپو فنډ اعلان كوم٬ د سل مېګاٶاټ د نمر توان منصوبه به زر فعاله كوٶ، د دانش سکول د بنياد تيګه به اېږدو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ بارانونو او سېلاب ځپليو له د مرستې چېكونو وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د حق رسېدليو كورنيو ته لس لكه سړي سر د مرستې چېكونه وركرے شول او ژوبل شوو ته سړي سر پنځه لكه روپۍ چيكس وركړے شول ۔ وزيراعظم ووئيل د پشكال بارانونو په مهال د شړق پرېوتلو څخه د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې بارانونه زيات شوي او سېلاب راغلے چې پكښې يو شمېر كسان پحق رسيدلي دي ٬ كورونه لاهو شوي او املاك ته زيان رسېدلے٬ لوي څښتن دې حق رسېدليو له جنتونه وركړي او ژوبل شوو ته دې روغ صحت وركړي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس سره د خواخوږۍ څرګندونې لپاره د كابينې غړو سره راغلے يم، تر څو چې تاسو پخپلو كورونو كښې نه يې آباد شوي دلته به راځم۔ ده ووئيل پاکستان په ھغه لسو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې به دا طبعي آفتونه د بده مرغه بيا هم راځي، مونږ له به د دې آفتونو مخنيوي لپاره چمتوالے نيول وي، كه چمتوالے نه وي نو چې څه هم وكړو په كار به نه راځي، ده ووئېل وفاقي حکومت اړوندو وزارتونو او د ګلګت بلتستان حکومت له به په ګډه دې له شپه او ورځ كار كول وي، په دې معامله په غونډه كښې تفصيلي غور شوے ، سباٶن كښې به د دې طبعي آفتونو مخنيوي لپاره وفاقي او صوبائي حكومت له د خپلب ذمه وارۍ احسان كول وي، په دې كښې سرفهرست ايډوانس وارننګ سسټم دے، ده ووئېل دا غټ فعاله نظام دے د كوم چې دلته شتون پكار دے، د اوو كالو راهسې دا پروګرام په كاغذونو كښې پروت ٶ٬ په تېرو 7 كالو كښې په دې حواله هېڅ كار نه دې شوے٬اوس چې كوم وخت ټاكلے شوے په دې كښې به يوه ورځ يا يو ساعت اضافه هم نه كېږي۔ ده ووئيل زه په كال 2022 كښې هم دلته د آفتونه په مهال راغلے ووم ٬ په ھغه وخت ځپليو ته دوه دوه لكه روپۍ د مرستې چېكونه وركړے شوي وو٬ دا مرسته د ځپليو د كړاٶنو درملنه نه ده٬ اوس د مرسته زياته كړې شوې ٬ د حق رسېدليو كورنيو له لس او ژوبل شوو ته پنځه لكه دغسي معمولي ژوبل شوو ته دوه لكه او د خونو بيا رغونې لپاره پنځه لكه روپۍ سړي سر وركولې شي٬ د ځپليو د زيانونو اندازه لګولو سره به ازاله كولې شي، وزيراعظم ووئېل هيله لرو چې صوبائي واكمن به هم په دې كښې خپله برخه واچوي٬ ده ووئيل دې لپاره څلور اربه روپۍ بېلولو اعلان هم شوے ۔ ده ووئيل د سړكونو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د مواصلات وزارت كار كوي٬ د واپډا د منصوبو به د اوبو وزير معين وټو تفصيلي جاج اخلي او بريفنګ به وركوي۔ ده ووئيل دې سيمې لپاره د سل مېګاٶاټ سولر منصوبې اعلان شوے ٶ كومه چې به د سږ كال تر پائې بشپړه كړې شي او سل مېګاٶاټ بجلي به پېدا كېږي، په ژمي كښې په دي سيمه كښې د بجلۍ زيات ضرورت او كمے وي٬ دې منصوبه سرې به په دې قابو موندلو كښې مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل د دانش سکول د بنياد تيګه به زر كېښودلې شي او د سيمې بې وځله طبقې به دې سكول څخه مستفيدې شي، دا به په مېرټ آډانه نظام وي٬ په دانش سكولونو په اربونو روپۍ خرڅ كېږي٬ دا خرڅونه نه دي بلكې زمونږ د سباون سرمايه كاري ده، ده ووئېل دا ځوانان به تعليم ترلاسه كولو سره د قام معماران جوړېږي۔ ده ووئيل د مسئلو حل لپاره يوه كمېټي جوړه كړې شوې چې پكښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام او رانا ثناء ﷲ شامل دي٬ په دې كښې به د ګورنر او وزيراعليٰ څخه هم رائے اخستلې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام هم دستورې ته وېنا وكړه۔ په دستوره كښې د ګلګت بلتستان ګورنر، وزيراعليٰ وفاقي وزيران عبدالعليم خان، عطاء تارړ، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ﷲ او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال انعام حېدر پشمول نور لوړ پوري هم موجود وو۔

مزید خبریں