ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب او بارانونو دلاسه د ځپلې شوو ودانيو بيا بحالۍ لپاره د اقداماتو ګړندي كولو، د مواصلاتو رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو او اېن ډي اېم اے ته د صوبائي حكومت د هر ډول مر ستې كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ځايي وداني دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬ په ګلګت بلتستان كښې سيلابي صورتحال څخه وروستو د مرستې كارروائيو او بحالۍ اقداماتو ګړندي كولو هدايت

مزید خبریں
ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب او بارانونو دلاسه د ځپلې شوو ودانيو بيا بحالۍ لپاره د اقداماتو ګړندي كولو، د مواصلاتو رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو او اېن ډي اېم اے ته د صوبائي حكومت د هر ډول مر ستې كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ځايي وداني دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په بېړني صورتحال كښې دې فوري ريسكيو او مرستې له بشپړ نظام تشكيل كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ګلګت بلتستان كښې د اوسنيو پشكال بارانونو او سېلابي صورتحال په نتيجه كښې د شوو زيانونو او د مرستې كارروايۍ او بحالۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو امیر مقام، عبدالعلیم خان، عطاء تارړ، میاں معین وټو، ډاکټر مصدق ملک، د وزیراعظم سلاكار رانا ثناء ، د وزیراعظم کوآرډینېټر شبیر احمد عثمانی، د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاہ، د ګلګت بلتستان وزيراعلی ګلبر خان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن انعام حېدر ملک او نورو اعلی او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د اوسنيو بارانونو او سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د زړه له كومي خفه يم۔ ده ووئيل پاكستان په موسمياتي بدلون كښې د برخې نه لرلو باوجود د دې مضر اثراتو سره د نړۍ د زيات مخ هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ وزیراعظم اېن ډی اېم اے او د موسمياتي بدلون وزارت ته په ګډه په ګلګت بلتستان كښې په راروانو څو مياشتو كښې پېشګي اطلاعات او مانيټرنګ لپاره د سېنټر جوړولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل ځايي ودانۍ دې د اوبو د قدرتي لارو څخه لرې كړې شي او په بېړني صورتحال كښې دې فوري ريسكيو او مرستې له بشپړ نظام تشكيل كړے شي۔ ده ووئيل رېسكيو او ريليف اقدامات لا فعاله كولو له دې د اېن ډي اېم اے صوبائي حكومتونو او ادارو سره مرسته باوري كړې شي۔ ده د اوسنيو بارانونو د لاسه د ځپليو شوو كسانو بحالۍ لپاره د اقداماتو زر تر زره بشپړ كولو او د سترو لارو او نور انفراسټركچر د زيانونو سروے كولو سره د ټولو سيمو مواصلاتي رابطې په ترجيحي بنيادونو د بحالولو هم هدايت وكړو۔ وزیرِ اعظم د اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے ٬ د مواصلات وزارت ٬ ضلعې انتظاميې ٬ رېسكيو افسرانو او اهلكارو د مرستې كارروايۍ او اقدامات ستائلو سره ووئيل د ګلګت بلتستان په شمول د هېواد په قطبي سيمو كښې د سېلګرۍ بلها موقعې موجود دي٬ د موسمياتي بدلون حوالې سره د کلائیمېټ ریزیلئینټ انفراسټرکچر جوړولو او د خراب موسمي صورتحال پېشګي اطلاع سره سېلګري او ځايي وګړي بېړني صورتحال څخه بچ كولو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔ وزیرِ اعظم اېن ډي اېم ته صوبائي حكومت سره د هر ډول مرستې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د بارانونو او سېلاب د لاسه رامخې ته شوو زيانونو څخه خبر كړې شو۔ غونډې ته صوبائي انتظاميې او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د بارانونو او سېلاب د لاسه په ګرد هېواد او په خاص توګه په ګلګت بلتستان كښې د شوي زيان ٬ د موسم ممكنه صورتحال او د پورته كړې شوو اړوندو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په ګلګت بلتستان كښې په 21 جولائی 2025 تھک- بابوسر، تھور، کنډداس او اشکومن كښې د کلاؤډ برسټ د لاسه زيات تېز باران وشو چې په نتيجه كښې يۍ ځايۍ ودانۍ او سېلګرو ته زيات زيان ورسېد۔ 600 څخه زيات كسان رېسكيو كړې شول۔ تباه شوې لارې د رابطو بحالۍ لپاره جوړولو سره بيا پرانستلې شوې۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې رېسكيو آپرېشن لپاره 5 كېمپونه ولګولې شوو٬ 10 چورلكې او 2 سی ۔ 130 الوتكې سېلګري او نور ګېر كسان محفوظ ځايونو ته رسولو لپاره وكارولې شوې۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په دې آپرېشن كښې پاك پوځ ٬ اېن ډي اېم اے ٬ ضلعي انتظاميې ٬ پوليس ٬ پي ډي اېم اے ٬ 1122 او هيلتھ وركرانو برخه واخسته۔ وزیرِ اعظم د ځپلي انفراسټركچر د کلائیمېټ ریزیلئېنس ذهن كښې ساتلو سره د بيا جوړولو هدايت وكړو۔ غونډه د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د ’’ګلوف ‘‘ (ګلېشئیل لیک آؤټ برسټ فلډ ) پېشګی اطلاع لپاره د سسټم لګولو پېشرفت په اړه هم خبر كړې شوه۔ وزیرِ اعظم اېن ډی اېم اے ته د وزارت په مرسته د دې نظام په دوه مياشتو كښې د نصب كولو ٬ ددې تھرډ پارټی وېلیډېشن كولو او د آبي وسائلو وزير سره په ګلګت بلتستان كښې د اوبو بهتر نظام په اړه د مشاورت او منصوبه بندۍ بشپړ كولو هم هدايت وكړو











