اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د پاكستان دورې په اړه د ستائنې خپل پېغام كښې د ايراني صدر او د هغوي د پلاوي په بشپړه مېلمستيا د ملګري او ګاونډي هېواد پاكستان حكومت او اولس د زړه له كومي مننه كړې ده۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې رضا اميري …
د صدر ډاكټر مسعود پزشكيان دورې په كاميابولو د پاكستان مشرتابه د زړه له كومي مننه كوو: ايراني سفير

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د پاكستان دورې په اړه د ستائنې خپل پېغام كښې د ايراني صدر او د هغوي د پلاوي په بشپړه مېلمستيا د ملګري او ګاونډي هېواد پاكستان حكومت او اولس د زړه له كومي مننه كړې ده۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې رضا اميري مقدم د دورې په مهال د يادګار او تاريخي لمحو په وركولو وزيراعظم شهباز شريف ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده په ايوان صدر كښې د ايراني صدر په زړه پورې مېلمستيا د صدر مملكت آصف علي زرداري هم مننه وكړه۔ دې سره سره ايراني سفير د اعلی كچ دورې په كاميابۍ بشپړېدو كښې د چیف آف آرمی سټاف فیلډ مارشل سید عاصم منېر (نشان امتیاز ملټري ) د قدر وړ مرسته وستائېله۔ ده د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق او د خارجه وزارت د چارواكو هم مننه وكړه كومو چې د اعلی كچ دې دورې منظم كولو سره د پېشه ورې زيركتيا څرګندونه او ستړې وكړې۔ رضا امیری مقدم په خپل پوسټ كښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د پنجاب وزيراعلی هم په خصوصي توګه مننه كولو سره ووئيل هغوي د تاريخي او ښكلې ښار لارهور دورې په مهال د ايراني پلاوي هركلے او مېلمستيا وكړه۔ ده ووئيل زه د وفاقي وزير خواجه آصف، ریاض حسېن پیرزادہ، جام کمال خان، عبدالعلیم خان ، رضا حیات او عطاء تار هم مننه كوم كومو چې د خپلو اړوندو څانګو لاندې د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره مخلصانه هڅې وكړې او 12 مهمو اېم او يوز ته حتمي شكل وركولو كښې يۍ بنيادي كردار ترسره كړو۔ سفير رضا اميري مقدم په خپل پوسټ كښې زياته كړه چې د پاكستان او ايران ترمينځه ژورې تاريخي ٬ كلتوري او تذويراتي اړيكې قائم دي او د اوسنۍ دورې په مهال دواړو هېوادونو د تجارت ٬ بنيادي اډانې او كلتور په شمول په بېلو څانګو كښې يو شمېر لوظنامې لاس ليك كړې دي۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه په پخوانو اړيكو كښې يو مهم ګام دے او د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې يو نوے باب په ګوته كوي۔ ده ووئيل په دې موقع فريقېنو په بېلو څانګو كښې دوه اړيزه مرسته زياتولو او د دې لا پياوړې كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د اعلی مشرتابه مضبوط عزم او اړيكې نوې كچې ته رسولو او په خاص توګه د دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 10 اربه ډالرو زياتولو دوه اړخيزه هدف څخه وروستو زه دا خپل فرض ګڼم چې دا زما ذمه واري ده چې زه د اسلامي جمهوريه ايران سفارتخانې خپلو ملګرو په شمول د هدفونو ترسره كولو له پاكستانو چارواكو سره ګډ نقطه نظر بشپړولو له كار وكړم۔ د خپل پوسټ په پايه كښې ده د ايران ۔ پاکستان دوستی زندہ باد، پائندہ باد هېش ټېګ هم شيئر كړو











