اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي امن لپاره قربانۍ وركونكې شهيدان زمونږ اتلان دي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس مهم كردار لري٬پوليس فورس ته د قوي كېدو لپاره وسائل وركړے كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د شهيدانو ورځې دستورې ته وينا كولو په مهال كړې۔د كورنيو چارو وزير مملكت ووئېل د ترهه ګرۍ …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس مهم كردار دے۔د كورنيو چارو وزير مملكت

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي امن لپاره قربانۍ وركونكې شهيدان زمونږ اتلان دي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس مهم كردار لري٬پوليس فورس ته د قوي كېدو لپاره وسائل وركړے كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د شهيدانو ورځې دستورې ته وينا كولو په مهال كړې۔د كورنيو چارو وزير مملكت ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد امنيتي ځواكونو لويې قربانۍ وركړې دي٬د پوليس قربانۍ هم بې مثاله دي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره كسان شهيدان شوي ۔ده ووئيل د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي چې كله چارج سنبهال كړو نو د ټولو ځواكونو تنخاګانو او شهيدانو یپكج كښې لويې فرق ؤ كوم چې تر ډېره حده ختم كړے شو ۔ده ووئيل اسلام آباد پوليس ته وسائل وركول زموږ وړومبې پام لرنه كښې شامل ده ۔ده ووئيل روژه وي يا اختر پوليس خپله وظيفه په ښه ډول ترسره كوي۔مونږ دا احساس لرو چې شهيد وي يا غازي هغه زمونږ اتلان دي۔د شهيدانو قربانۍ د ستائنې وړ دي۔طلال چوهدري ووئيل داخله وزير اسلام آباد لپاره ښه افسران لګولي دي٬زه د پوليس په نمائندګۍ كولو وياړ لرم۔ده ووئيل د تېر يو كال په مهال 97 فيصد تورن نيولي شوي٬ د نامعلومه كسانو لخوا د وژنو 17 پیښې رامخې ته شوي د هغوي تورن هم زر نيولے شوي٬دا د اسلام آباد پوليس د ښې كاركردګۍ نتيجه ده۔ده ووئيل چ امن لپاره قربانۍ وركوونكي شهيدان زمونږ اتلان دي٬ د ترهه ګرۍ په ضد پوليس مهم كردار لري۔











