د قامي اسمبلۍ سپيكر د ويسټ انډيز په ضد په ټي 20 سيريز ګټلو قامي ډلې له مباركي وركړه

اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ويسټ انډيز په ضد د ټي 20 سيريز په ګټلو قامي ډلې له مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔د كل په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل قامي ټي 20 كركټ ډلې د ويسټ انډيز په ضد په سيريز كښې د ښې لوبې څرګندونه كړې۔هيله ده چې قامي ټي 20 كركټ …

اسلام آباد 04 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ويسټ انډيز په ضد د ټي 20 سيريز په ګټلو قامي ډلې له مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔د كل په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل قامي ټي 20 كركټ ډلې د ويسټ انډيز په ضد په سيريز كښې د ښې لوبې څرګندونه كړې۔هيله ده چې قامي ټي 20 كركټ ډله به راتلونكې كښې هم دا كاركردګي برقرار اوساتي۔ د پاكستان بلے باز او بولرز د ويسټ انډيز په ضد ښه كاركردګي ښودلې۔پاكستان كركټ ډله د كومې هم انټرنېشنل كركټ ډلې څخه د ګټې صلاحيت لري او ټول لوبغاړي د صلاحيتونو خاوندان دي۔

مزید خبریں