ميړنو پوليس افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې هيواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه ٬ حكومت به د شهيدانو د وارثانو خير ښيګړې له هر ممكن ګامونه پورته كوي: صدر مملكت آصف علي زرداري

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په ننۍ ورځ مونږ خپلو ميړنو پوليس افسرانو او ځوانانو ته عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ٬ حكومت به د شهيدانو د وارثانو خير ښېګړې له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د …

اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په ننۍ ورځ مونږ خپلو ميړنو پوليس افسرانو او ځوانانو ته عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ٬ حكومت به د شهيدانو د وارثانو خير ښېګړې له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې صدر مملك آصف علي زرداري ووئيل پوليس د ترهګرۍ ٬ جرمونو او نا امنۍ په ضد بشپړه ستړې كړي۔ صدر مملكت ووئيل په ننۍ ورځ مونږ خپلو مېړنو پوليس افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو چا چې د هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ آصف علی زرداري ووئيل د شهيدانو قربانۍ د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د هغوي د نه كمزورې كېدونكي عزم علامت دي٬ قام د پوليس شهيدانو مړانې ٬ وفاق او سترو قربانيو ته سلام كوي۔ صدرِ مملکت ووئيل قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔ ده ووئيل حكومت به د شهيدانو د وارثانو خېر ښېګړې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ آصف علی زرداری ووئيل په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د پوليس صلاحيتونه لا پياوړې كول ٬ دوئي ته تربيه وركول او دوئي لپاره عصري وسله برابرول د وخت مهم ضرورت دے۔ صدرِ مملکت ووئيل پېشه ور او عصري وسله لرونكے پوليس د رياست د دښمنانو بشپړه مقابله كولې شي٬ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې زمونږ شهيدانو له د لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي

مزید خبریں