د وزیراعظم د اسرائیلي وزیرانو لخوا آبادکار ډلو سره په مسجد الاقصی د برید سخته غندنه

اسلام آباد۔4اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسرائیلي وزیرانو لخوا د آبادکارو ډلو سره په ګډه په مسجد الاقصی د برید کولو سخته غندنه کولو سره وئيلي دي چې د مسجد الاقصی بې حرمتي نه یوازې د یو ارب څخه د زیات مسلمانانو د عقیدې توهین دے، بلکې په نړیوال قانون او بشري ټولنیز ضمير مستقیم برید هم دے۔ د ګل په ورځ په اېکس خپل پوسټ كښې وزيراعظم …

اسلام آباد۔4اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسرائیلي وزیرانو لخوا د آبادکارو ډلو سره په ګډه په مسجد الاقصی د برید کولو سخته غندنه کولو سره وئيلي دي چې د مسجد الاقصی بې حرمتي نه یوازې د یو ارب څخه د زیات مسلمانانو د عقیدې توهین دے، بلکې په نړیوال قانون او بشري ټولنیز ضمير مستقیم برید هم دے۔ د ګل په ورځ په اېکس خپل پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د اسرائیلي وزیرانو لخوا د آبادکارو ډلو سره په ګډه او د اسرائیلي پولیسو په ملاتړ په مسجد الاقصی د برید سخته غندنه کوي۔ هغه ووئيل د مسجد الاقصی بې حرمتي نه یوازې د یو ارب څخه د زیات مسلمانانو د عقیدې توهین دے، بلکې په نړیوال قانون او بشري ټولنیز ضمير مستقیم برید هم دے۔هغه زیاته کړه چې د قابض اسرائيلي حكومت لخوا دې ډول منظمو پارونكې كارروايو د امن امكانات خطر سره مخ كړي دي۔ ده ووئيل د اسرائيل جارحانه اقدامات په فلسطين او سيمه كښې تاؤ تريخوالې لا زياتوي او منځنې ختيز لا عدم استحكام او شخړو پلو ټېله كوي۔ وزيراعظم وئويل پاكستان د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې د فوري جنګ بندۍ ٬ د جارحيت خاتمې او د باور وړ امن عمل پلو د تللو غوښتنې پخلے كوي چې له مخې يۍ فلسطین یو آزاد او عملي رياست جوړ شي، چې پلازمینه یې القدس الشریف وي۔

مزید خبریں