د پاکستان لخوا غزه ته د مرستي 17م كهيپ ولېږلې شو

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) پاکستان په غزه کښې د روان انساني بحران په مهال فلسطینيانو سره د خپلو حمايت څرګندوني په توګه د مرستي 17م كهيپ ولېږلې شو ۔ په دې كهيپ كښې 100 ټنه د مرستي سامان چې پكښې د خوراک څيزونه او طبي وسائل شامل دي۔ دا كهيپ د نائب وزير اعظم او خارجه وزير سناتور محمد اسحاق ډار په نګرانۍ كښې ولېږلې شو ۔د …

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) پاکستان په غزه کښې د روان انساني بحران په مهال فلسطینيانو سره د خپلو حمايت څرګندوني په توګه د مرستي 17م كهيپ ولېږلې شو ۔ په دې كهيپ كښې 100 ټنه د مرستي سامان چې پكښې د خوراک څيزونه او طبي وسائل شامل دي۔ دا كهيپ د نائب وزير اعظم او خارجه وزير سناتور محمد اسحاق ډار په نګرانۍ كښې ولېږلې شو ۔د اوار په ورځ د خارجه وزارت وياند له خوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د كال 2023 اکتوبر راهیسې پاکستان په مجموعي توګه 1616 ټنه د مرستي سامان غزه ته لېږلي دي۔ په دې موقع په خپلو خبرو کښې سناتور اسحاق ډار د فلسطینيانو سره د پاکستان غير متزلزل عزم پخلي مكولو سره په غزه کښې د سمدستي او غير مشروط جنګ بندۍ ، د وګړو د تحفظ او انمدادي مرستي غير د څه ركاوټ ورسولو غوښتنه وکړه۔ ده د ملګرو ملتونو ریلیف اینډ ورکس ایجنسی (یو ان آر ډبلیو اے ) لپاره د نړيوال حمایت تجدید غوښتنه هم وكړه،كوم چې د ګڼ شمير فلسطینیانو بقا لپاره ضروري دے۔

مزید خبریں