د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره ولیدل

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په اسلام اباد کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره وليدل ۔د ملاقات په مهال د پاکستان او ایران ترمنځه پارلماني همکارو، د سیمې په صورتحال او د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سکټريټ ميډيا د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې …

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په اسلام اباد کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره وليدل ۔د ملاقات په مهال د پاکستان او ایران ترمنځه پارلماني همکارو، د سیمې په صورتحال او د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سکټريټ ميډيا د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د قومي اسمبلۍ سپیکر د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان هركلې كولو سره ووئيل چې پاکستان او ایران د ورولۍ ، تاریخي، کلتوري او ګاونډیتوب خپلولۍ لري ۔ ده ووئيل پاکستان د ایران سره خپلي تاریخي او د ورورولۍ اړیکي مهمي ګڼي او د ایران د خپلواکۍ بشپړه ملاتړ کوي۔د قومي اسمبلۍ سپیکر ووئیل چې پاکستان ته د صدر پزشکیان راتګ به د دوه اړخیزو اړیکو لا قوي كولو كښې مرستياله ثابت شي ۔ ده د پارلماني او اقتصادي اړیکو لا قوي كولو زور راوړو ،ده د “بنیان مرصوص” په عملیاتو کښې د ایران د اړخه په ملاتړ كولو مننه وكړه ۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمنځه د لوړې کچې اړیکې د سیمه ایز استحكام لپاره خوشبينه دي۔ ده په ایران د اسرائیل بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي وګرځوله ۔ ده ووئيل چې پاکستان د خبرو اترو له لارې د نړیوالو شخړو د حل غواړي او د پاکستان پارلمان په ایران د اسرائیل د برید په ضد په یوه خوله قرارداد منظور كړې ۔ ده ووئيل چې د پاکستان او ایران وګړي د يو وجود په شان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځه د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كول د هرکلي وړ دي۔دواړو مشرانو د پارلماني او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه اتفاق وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سپیکر ووئیل چې د کشمیر او فلسطین مسئلو حل كولو نه غير امن نه شي راتللې او په غزه او کشمیر کښې د بشري حقونو د خلاف ورزو چې څومره هم غندنه وشي، كمه ده ۔ ده ووئيل په غزه کښې د اسرائیل د ظلمونو په ضد د نړیوالې ورورولۍ خاموشي د فکر وړ ده۔ ده ووئيل چې د پاکستان پارلمان او وګړي به د فلسطین او کشمیر د وګړو ملاتړ روان ساتي ۔ د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان پاکستان ته په راتګ او تود هرکلي او میلمه كولو د پاکستان حکومت او اولس مننه وكړه ۔ ده ووئيل چې په پاکستان کښې مې چې کومه مینه او اخلاص ولیدل،عمر له به ئې ياد لرم ۔پاکستان په سخت وخت کښې زموږ ملاتړ وکړو او د ورورولۍ یو ښه مثال ئې جوړ كړو ۔ ده ووئيل چې د پاکستان ښكاره دریځ د ایران د وګړو زړونه ګټلي دي۔د ایران صدر د اسرائیل د بریدونو په مهال د پاکستان د ملاتړ مننه كولو سره ووئيل ایران به د پاکستان ملاتړ چري هم هېر نه کړي۔ ده ووئيل چې ایران او پاکستان د ورورولۍ قوي اړيكي لري ۔د قومي اسمبلۍ غړی سید نوید قمر هم په دې مهال موجود وو۔

مزید خبریں