حکومت بهرنیو سرمايه كارو له اسانۍ باوري كوي، د پاکستان په زرعي او صنعتي څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پوري موقعي شته ۔ نائب وزیر اعظم محمد اسحاق ډار د تجارتي فورم ته وینا

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئیلي چې حکومت بهرنیو سرمايه كارو له آسانۍ باوري كوي ٬ د پاکستان په زرعي او صنعتي څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښي موقعي شته او پاکستان او ایران آزادانه تجارتي لوظنامي ته رسېدلي دې سره به زمونږ تجارتي اړیکې زیاتې شي ۔ده د پاکستان او ایران ترمنځه د تجارتي او معاشي مرستي …

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئیلي چې حکومت بهرنیو سرمايه كارو له آسانۍ باوري كوي ٬ د پاکستان په زرعي او صنعتي څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښي موقعي شته او پاکستان او ایران آزادانه تجارتي لوظنامي ته رسېدلي دې سره به زمونږ تجارتي اړیکې زیاتې شي ۔ده د پاکستان او ایران ترمنځه د تجارتي او معاشي مرستي په اړه جوړ شوي تجارتي فورم ته وینا کوله۔ ده د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان، وفاقي کابینې او ایران وزیرانو پشمول د دواړو هېوادونو د تجارتي ډلي په دې فورم کښې په ګډون كولو مننه كولو سره ووئيل دا فورم په زړه پوري اهمیت لري، ځکه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له لسیزو راهیسې دوام لري۔ ده ووئيل نن مونږ د شريكو اړوكو په يو نوي دور كښې داخليږو ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولې شي۔خارجه وزير ووئیل چې د پاکستان او ایران د تجارتي فورم جوړول د هرکلے كوو ۔ ده ووئيل چې زمونږ دوه اړخیزه تجارت مخ په وړاندې روان دے خو دا استعداد كم دے ۔ د شريك تجارت حقيقي استعداد څخه ګټې اخستلو له پاکستان او ایران د آزاد تجارتي لوظنامي ته اتفاق شوي دې سره به زمونږ تجارتي اړیکې لا زياتي شي ۔ ده ووئيل چې معاهدې څخه ټیرف كښې کمې، تجارتی خنډانو لري كولو پشمول دواړو هېوادونو كښې کاروباری څانګي پرمختګ كښې مرسته وشي۔ده ووئيل اوسنو خبرو اترو كښې د دواړو هېوادونو قیادت تجارتی و معاشی رابطو زياتولو له تګلاره مرتب كړي او شريك تجارت به تر لس اربه ډالره رسولې شي۔ ده ووئيل حکومت پاکستان سرمایه کار دوست ماحول وركولو له لوظي دے او اصلاحات و کاروباری آسانیو وركولو سره د سرمایه كارۍ موقعې وړاندې كوي۔په دې اړه خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل(ایس آئی ایف سی) جوړ شوې چرته چې سرمایه كارو له هر ډول معاونت وركړې كيږي۔

مزید خبریں