وزیراعظم شهباز شریف سره د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان ملاقات، په سيمه ايز او نړيوال چارو د خيالاتو څرګندونه،د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو ته اړتيا ده۔شهباز شریف

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان او ایران د ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي چې د ایران قیادت، وسله وال ځواكونو او اولس سره د بشپړه يووالي او حمایت پخلے كوو، پاکستان او ایران ترمينځه موجوده دوه اړخيزه مرسته او په خاص توګه تجارت، رابطه کارۍ، ثقافت او په اولسي كچه د اړيكو په څانګو كښې مرستي لا زياتولو ته …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان او ایران د ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي چې د ایران قیادت، وسله وال ځواكونو او اولس سره د بشپړه يووالي او حمایت پخلے كوو، پاکستان او ایران ترمينځه موجوده دوه اړخيزه مرسته او په خاص توګه تجارت، رابطه کارۍ، ثقافت او په اولسي كچه د اړيكو په څانګو كښې مرستي لا زياتولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامی جمهوریه ایران صدر، ډاکټر مسعود پزشکیان سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه،د ایران صدر څوك چې دا مهال د پاکستان په سرکاری دوره دے د اتوار په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات کړې۔ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم هاؤس ته په رسيدو وزیراعظم د هغه تود هركلے وكړو۔هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو او باضابطه د استقبالیې دستوره وشوه۔دواړو لارښودو ترمينځه دوه اړخيزه ملاقات وشو دې نه پس د پلاويو په كچه خبري اتري وشوي۔د پلايو په كچه وزیراعظم سره نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر او نور مهم وفاقی وزيران ، وزير مملکت او اعلیٰ سرکاری چارواكي موجود وو۔وزیراعظم د پاکستان او ایران د ورورولۍ پخوانو اړيكو په اهمیت زور راوړولو سره د ایران قیادت، وسله والو ځواكونو او اولس سره د يووالي او ملاتړ پخلے وكړو، كومو چې اوسنيو كښې د 12 ورځو جنګ په مهال د اسرائیلی جارحیت په مړانه مقابله كړي۔ وزیراعظم د دې جنګ په مهال د ایران پوځي اهلكارو ، سائنسمدارو او وګړو په شهادت غمرازي ښكاره او د ژوبل زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ده په اوسنيو كښې د پاك هند تاؤ ترېښوالي په مهال د پاکستان په حمایت د ایران مننه وكړه۔ صدر پزشکیان د جنك په مهال د ایران په غیرمتزلزل حمایت د پاکستانی حکومت او اولس مننه كولو سره ووئيل د ایران قوم به دا جذبه عمر له ياد ساتي۔وزیراعظم پاکستان او ایران ترمينځه موجوده دوه اړخيزه مرسته او په خاص توګه تجارت، رابطه کارۍ، ثقافت او په اولسي كچه د اړيكو په څانګو كښې مرستي لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔په دې لړ كښې وزیراعظم د پاك-ایران 22م شريك اقتصادی کمیشن زر تر زره كولو په حاجت زور راوړو۔دواړو لارښودو د شريكي خوښي په بېلو څانګو كښې د ګڼو یادداښتونو او لوظنامو تبادلے دستوره كښې كډون وكړو كوم چې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې مهم کردار ترسره كړي۔تجارت ودي لپاره په ځيني اقداماتو خبري اتري شوي چې پكښې زياتره بارټر ټریډ سهولت، ورژو ، ميوو او غوښي برآمد لپاره کوټه كښې اضافه، سرحدی بازارونو فعالی او تجارتی خنډان لري كول شامل دي۔ دواړو لارښودو اوسنيو كښې د پاك-ایران تجارتی خبرو اترو په پیش رفت د اطمینان څرګندونه وكړه۔ده دوه اړخيزه تجارت 10 اربه ډالره ته رسولو د عزم پخلے وكړو۔دواړو ډلو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د فلسطینیانو كوم چې د اسرائیلی پوځ بربریت سره مخ دي په ډاګه په حمایت كولو د ايران قیادت مننه وكړه۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې يو آزاد فلسطینی ریاست جوړولو له د پاکستان د بشپړه حمایت پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د دې بحران حل لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔ وزیراعظم د هند غیر قانونی مقبوضه جموں و کشمیر مظلوم اولس لپاره د ايران د حمایت هم مننه وكړه۔وزیراعظم د ایران صدر او د هغه د پلاوي په اعزاز كښې د ميلمستيا اهتمام هم وكړو۔ دواړو لارښودو دې څخه وړاندې شريك پرېس کنفرنس كښې هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں