اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزيرا عظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او ايران اړيكي په شريك كلتور او مذهب اډانه دي،د دواړو هېوادونو قيادت دوه اړخيزه تجارتي حجم 10 اربه ډالره ته رسولو له لوظي دې، پاكستان امناكه مقصدونو لپاره د ايران د جوهري پروګرام حمايت كوي،د ترهه ګرۍ په ضد پاكستان او ايران يو ډول موقف لري، هيڅ ډول ترهه ګري به زغملے …
د پاكستان او ايران اړيكي په شريك كلتور او مذهب اډانه دي،د دواړو هېوادونو قيادت دوه اړخيزه تجارتي حجم 10 اربه ډالره ته رسولو له لوظي دې۔وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر شريك شريك پرېس كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزيرا عظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او ايران اړيكي په شريك كلتور او مذهب اډانه دي،د دواړو هېوادونو قيادت دوه اړخيزه تجارتي حجم 10 اربه ډالره ته رسولو له لوظي دې، پاكستان امناكه مقصدونو لپاره د ايران د جوهري پروګرام حمايت كوي،د ترهه ګرۍ په ضد پاكستان او ايران يو ډول موقف لري، هيڅ ډول ترهه ګري به زغملے نشي۔د دې خيالاتو څركندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره د اتوار په ورځ معاهدو او مفاهمت يادداښتونو تبادلې دستوري په موقع شريك پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان او پاكستان كښې د ايران سفير او د هغه د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل زمونږ د ورور او ملګري هېواد صدر په وړومبي ځل د صدر په حيث د پاكستان دوره كوي او سباؤن كښې هم دا ډول دورې كولې شي۔ده ووئيل دوه اړخيزه ملاقاتونو په مهال مونږ د ورورولۍ ، شريكو اړيكو ، مذهبي ، ثقافتي او جغرافيائي څانګو پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړي۔ده ووئيل د ايران صدر د پاكستان لپاره د ميني جذبه لري۔ده ووئيل جون مياشت كښې اسرائيل غير د څه كوټلي ثبوت د ايران په ضد جارحيت وكړو نو د پاكستان اولس او حكومت د هغې بشپړه غندنه وكړه۔ده ووئيل دغه جنګ څه جواز نه لرلو۔ وزيراعظم د حكومت او پاكستان اولس د اړخه په جنګ كښې د ايران سائنسمدارو ، جرنيلانو او نورو شهيدانو بخښني او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كولو سره ووئيل په جنګ كښې د سپريم ليډر آيت الله خامنائي د بهادرۍ او پوهي قيادت كښې د ايران ځواكونو او اولس په مړانه مقابله كړې او د ايران د توغندو باران كښې د اسرائيل دفاع په ډاګه شوي۔ده ووئيل د جنګ په مهال د ايران اولس او حكومت د خپلي خپلواكۍ بشپړه دفاع كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان اصولي موقف لري چې د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې امناكه مقصدونو لپاره د جوهري طاقت پورا حق ترلاسه دے،زه ګڼم چې په دې اړه پاكستان د ايران اصولي موقف سره ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل نن ځيني معاهدې او ايم او يوز لاس ليك شوي٬ زه دعا كوم چې دا ايم او يوز زر تر زره په لوظنامو كښې بدل شي او زمونږ دوه اړخيزه تجارت زر تر زره 10 اربه ډالره ته ورسي،په دې اړه به زمونږ پلاوي خبري اتري مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پاكستان او ايران يو ډول موقف لري،څه ډول ترهه ګري به زغملے نشي،مونږ په سيمه كښې امن او پرمختګ لارو پرانستلو لپاره څو سوه كلومټره اوږدهو پولو پرانستلو لپاره د ترهه ګرۍ په په بشپړه مرسته باوري كوو دغسې چې عمر لپاره ترهه ګري ختمه شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف غزه كښې د لوئ روان ظلم وستم په اړه په غږ پورته كولو د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي او ايران صدر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاكستان عمر له غزه او فلسطين لپاره غږ پورته كړې، اوسنيو كښې نائب وزيراعظم ملګرو ملتونو كښې په دې اړه د پاكستان موقف وړاندې كړې۔ده ووئيل هر وخت بے ګناه وګړي ذبح كړې كيږي،مشرانو وګړو، ميرمنو او ځوانانو وينه په كوڅو كښې بهاولې كيږي،دې څخه لوئ ظلم نور څه كيدے شي چې د اوبو ، خوراك او داروګانو داخله بندولو سره هغوي په ولږه مجبور كرې كيږي، د دې منظرونو د كتلو حوصله نه لرو۔ وزيراعظم ووئيل ټوله نړغ يو موتې كيدو سره بايد د غزه په اړه غږ پورته كړي۔ امن لپاره به نړيوالي ورورولۍ له هڅي كول وي كه داسې ونه شو نو تاريخ به مونږ ونه بخښي۔ په غير قانوني توګه د هند په مقبوضه جموں وكشمير كښې د صورتحال كذكر كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل ټوله وادي د بے ګناه كشميريانو په وينه رنګ ده، كشميريان هم د آزادۍ حق لري او دې څخه غير د هغوي آزادي مكمل نه ده، پاكستان په دې اړه عمر له غږ پورته كړې او بيا به هم پورته كوي،مونږ د ايران مننه كوو چې عمر له ئې د كشميريانو حق لپاره غږ پورته كړې۔ وزيراعظم د سعدي شيرازي د اشعارو حواله هم وركړه كوم كښې چې وئيلي شوې چې ښه وخت كښې هر يو ملګرے وي او د ملګرتيا دعويٰ كوي خو ملګرے هغه وي كوم چې خراب حالاتو كښې لاس وركړي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د قرآني آياتونو حواله وركولو سره ووئيل زمونږ ملګرے او ګاونډي هېواد پاكستان زمونږ دويم كور دے۔ده د وزيراعظم محمد شهباز شريف او حكومت د اړخه په ښه ډول په ميلمستيا كولو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت ، پارليمان او اولس د اړخه په ايران د امريكې او اسرائيلي جارحيت كښې بشپړ موقف خپل شوې او زموڼږ ملګرتيا ئې كړي په دې مونږ مننه كوو۔ده ووئيل ختيز شاعر علامه اقبال هم په خپلو شعرونو كښې د اتحاد او ورورولۍ درس وركړې ؤ او ملت اسلاميه ئې وحدت ګرځولې۔ده ووئيل زمونږ د ملګرتيا اړيكي تاريخي او كلتوري خپلولي لري۔ده ووئيل د مذهب په بنياد د اتحاد سبق زمونږ پيغمبر هم وركړې ؤ او تر څو چې مونږ يو موټې يو زمونږ خپلواكي به قائم وي۔د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان ووئيل ايران پاكستان خپل ګاونډي نه بلكه ورور ګڼي۔ده ووئيل شريكو اړيكو او مرستي ته پراختيا وركولو سره به زموڼږ شريك تجارت 3 اربه ډالره څخه ډير زر 10 اربه ډالره ته ورسولې شي۔مونږ نن د سياست، ثقافت وغيره په څانګو كښې شريكي مرستې ته ودي وركولو لپاره ګڼ دستاويزات لاس ليك كړي،چې ورسره به ټرانسپورټ، سائنس وټيكنالوجي، ثقافت ، سياحت او كاروباري څانګو كښې په پرمختګ كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل مونږ په دې مهمو معاهدو عملدرآمد باوري كولو په اړه شريكو رابطو ودي له لوظي يو۔د ايران صدر ووئيل ټرانزټ ټريډ رهدارو ريل، روډ او بحري روټس پرمختګ، بارډر ماركيټس، شريك فري اكنامك زونز جوړولو زمونږ لپاره زيات ضروري دې دې سره دواړو هېوادونو رابطو كښې استحكام راشي۔ده ووئيل د ترهه ګرو د اړخه سرحدي سيمو كښې د خطرو په تناظر كښې د دواړو هېواونو د اولس تحفظ لپاره شريك اقدامات ته اړتيا ده۔د ايران صدر ووئيل سيمه ايز او نړيوالو چارو دواړه هېوادونه شريكي رائے لري او معاشي رابطو ودي سره پرمختګ او سوكالي باوري كيدے شي۔ ده فلسطين ، لبنان او سوريه كښې د انساني حقونو د خلاف ورزو اسرائيلي اقدامات غندنه كولو سره ووئيل اسرائيل د نسل كشۍ اقدامات مرتكب دے۔ده په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره ووئيل پاكستان او ايران باور لري چې په سيمه ايزه او نړيواله كچه شريكي مرستي ودي سره توسيع پسندانه عزائمو مخنيوي كيدے شي دغسې چې سيمه كښې امنيت او سلامتيا باوري شي۔ ده ووئيل د اسرائيل جارحيت ختمولو لپاره سيمه ايز او نړيوال اشتراك ته اړتيا ده۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل بايد دوه ځائيز معيار پرېښودلو سره جارحيت خاتمه باوري كړي۔د خپلو خبرو په آخر كښې په ميلمستيا كولو يو ځل بيا ده مننه كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف له د ايران دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې اړيكو ته ودي وركولو عمل لا پراخه شي۔دې څخه وړاندې پاكستان او ايران د بېلو معاهدو او مفاهمت يادداښتونو تبادله وكړه،په دې اړه د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د پاكستان دورې په موقع وزيراعظم هاؤس كښې خصوصي دستوره وشوه۔دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان هم ګډون وكړو۔په دې مهال په مجموعي توګه د 12 دستاويزات تبادله وشوه چې پكښې پلانټ پروټيكشن او پلانټ رينټائن معاهده سرفهرست وه۔د ايران د معدنيات ، صنعت او تجارت وزير محمد آتابك او د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د دستاويزات تبادله وكړه۔ پاكستان او ايران مير جاوے تافتان بارډر ګيټ شريك استعمال معاهدې دستاويزات تبادله د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي او د خزاني وزير مملكت بلال اظهر وكړه۔په دې موقع د ايران پارديز ټيكنالوجي پارك او پاكستان كونسل آف سائنټيفك اينډ انډسټريل ريسرچ ترمينځه سائنس ټيكنالوجي او ايجادات په اړه اشتراك لپاره د ايم او يو دستاويزات تبادله ايران په پاكستان كښې سفير رضا اميري مقدم او د سائنس و ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي وكړه۔دې نه ځانله انفارميشن اينډ كميونيكيشن ټيكنالوجي په څانګه كښې د كار اشتراك لپاره د ايم او يو دستاويزات تبادله د ايران د معدنيات ، صنعت او تجارت وزير محمد آتابك او د آئي ټي وفاقي وزيري شيزه فاطمه خواجه ترمينځه وشوه۔دغسې كلچر اينډ آرټ ، سياحت، سائنس، تعليم، ټيكنالوجي ، صحت او فيملي افيئرز ، ماس ميډيا او سپورټس په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ودي لپاره ايكسچينج پروګرام دستاويزات تبادله د كلتور او قومي ورثې وفاقي وزير محمد اورنګزيب خان كھچي او د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي وكړه۔ پاكستان او ايران ميټرولوجيكل ادارو كښې شريكي مرستي ايم او يو دستاويزات تبادله د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف او د ايران وزير محمد آتابك وكړه ۔ميري ټائم سيفټي اينډ فائر فائټنګ په څانګه كښې د ايم او يو دستاويزات تبادله د ايران د روډز واربن ډويلپمنټ وزير فرزانه صادق او بحري چارو وزير جنيد انوار چوهدري وكړه۔ د دستوري په مهال په كريمنل چارو كښې جوډيشل اسسټنس په اړه د ايم او يو دستاويزات هم تبادله وشوه او د كورنييو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي د دستاويزات تبادله وكړه۔دغسې 2013 ايم او يو فضائي خدمات لپاره ايګري منټ ضمني ايم او يو دستاويزات تبادله د دفاع وزارت سيكرټري ليفيننټ جنرل (ر) محمد علي او ايران روډ اينډ اربن ډويلپمنټ وزير فرزانه صادق وكړه۔دې نه پس پاكستان او ايران ايران نېشنل سټينډرډز آرګنائزيشن او پاكستان سټينډرډز اينډ كوالټي كنټرول اتھارټي ترمينځه د مصنوعات رجسټريشن او انسپكشن ، ټيسټنګ وغيره په اړه په ايم او يو د عملدرآمد دستاويزات تبادله د سائنس و ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي او ايران په پاكستان كښې سفير رضا اميري مقدم وكړه۔د سېلګرغ په څانګه كښې كال 2027-2025 په مهال په شريكه مرسته عملدرآمد په اړه د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رنا ثنا الله خان او د ايران وزير فرزانه صادق د دستاويزات تبادله وكړه۔د دستوري په آخر آزادانه تجارت لوظنامي په اړه بين الوزارتي بيانيې دستاويزات تبادله د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د ايران وزير محمد آتابك وكړه۔











