لاهور 02 اګست (اے پي پي) د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان د خالي په ورځ د مفکرِ پاکستان، ختيز شاعر حضرت علامه محمد اقبال په مزار حاضری وكړه،هغه په مزار د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خوانی ئې وكړه۔ مزار اقبال ته پھ رسيدو د پنجاب رینجرز هغه ته سلامي وكړه۔د ایران صدر مسعود پز شکیان،د ایران خارجه وزير عباس عراقچی او د پلاوي تود هركلے وكړې …
د ایران صدر په مزار اقبال حاضری،علامه اقبال فکر او فلسفه د نړۍ لپاره د لارې مشعلِ دې۔ مسعود پزشکیان

مزید خبریں
لاهور 02 اګست (اے پي پي) د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان د خالي په ورځ د مفکرِ پاکستان، ختيز شاعر حضرت علامه محمد اقبال په مزار حاضری وكړه،هغه په مزار د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خوانی ئې وكړه۔ مزار اقبال ته پھ رسيدو د پنجاب رینجرز هغه ته سلامي وكړه۔د ایران صدر مسعود پز شکیان،د ایران خارجه وزير عباس عراقچی او د پلاوي تود هركلے وكړې شو۔ په مزار اقبال د رویت هلال کمېتۍ چیئرمېن و خطیب باد شاهی مسجد مولانا عبدالخبیر آزاد دعا وكړه۔د ا یران صدر د ميلمنو په کتاب كښې خپل تاثرات وليكل او علامه اقبال ته ئې پيرزوئينې وړاندې كړي۔درنو ميلمنو د علامه اقبال فکر او فلسفه د نړۍ لپاره د لارې مشعلِ وګرځوله۔د لاهور هوائي ميدان نه تر مزار اقبال په مهمو لارو د هركلي بینري لګولې شوې وي دغسې د ايران پلاوي امنيت لپاره سخت حفاظتی انتظامات شوې وو۔د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز، سینئر صوبائی وزیره مریم اورنګزیب، د اطلاعاتو وزيره عظمی بخاری ،صوبائی وزیر ملك صهیب احمد او نور هم په دې موقع موجود وو۔











