اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د ایران صدر مسعود پیزشكیان د پاكستان دوره د پاك ایران اړيكو، تجارت، سرمایه كارۍ او سرحدی مرستي ودي لپاره مهمه ګرځولو سره وئيلي چې د ایران صدر هركلي لپاره ټول انتطامات بشپړ شوې، وفاقی پايه تخت ښكلې كړې شوي، اسلام آباد كښې د خوشحالۍ او هركلي فضاء ده،دې دورې سره به دوه اړخيزه …
ایران صدر د پاكستان دورې سره به پاك ایران اړيكي، تجارت، سرمایه كاری او سرحدی مرسته وده ومومي۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د ایران صدر مسعود پیزشكیان د پاكستان دوره د پاك ایران اړيكو، تجارت، سرمایه كارۍ او سرحدی مرستي ودي لپاره مهمه ګرځولو سره وئيلي چې د ایران صدر هركلي لپاره ټول انتطامات بشپړ شوې، وفاقی پايه تخت ښكلې كړې شوي، اسلام آباد كښې د خوشحالۍ او هركلي فضاء ده،دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكي لا وده ومومي۔د خالي په ورځ میډیا سره خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د ایران صدر مسعود پیزشكیان د هركلي تيارۍ بشپړ شوې،د اسلام آباد چیف كمشنر هم د انتظاماتو جاج واخستلو له دلته موجود دے دغسې د پاكستان او ایران قومی بيرغونه په ټول روټ لګولې شوي۔ده ووئيل د ميلمه په راتګ وفاقی پايه تخت په خصوصی توګه ښكلې كړې شوي دغسې د پاكستان او ایران قیادت پورټریټ هم لګولې شوي، اسلام آباد كښې د خوشحالۍ او هركلي فضاء ده۔ده ووئيل د ایران صدر، وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د پاكستان دوره كوي دې سره به دوه اړخيزه اړيكي وده ومومي۔دې څخه وړاندې دواړو لارښودو آذربائیجان كښې هم ملاقات شوې ؤ دغسې وزیراعظم شهباز شریف د ايران دوره هم كامیاب وه چې پكښې فیلډ مارشل عاصم منیر هم هغه سره وو۔ وفاقی وزیر ووئيل تجارت، سرمایه كاری او پاك ایران اړيكو ودي لپاره دا دوره مهمه ده،د پاكستان قوم د ایران صدر هركلې كوي۔ده ووئيل د ایران صدر به سبا مصروف ورځ تيروي،شريك ملاقاتونه به هم كيږي دغسې د هغه په اعزاز كښې به ميلمستيا هم وركولې شي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د ايران پخوانې صدر شهید ابراهیم رئیسی د پاكستان دورې په مهال په تجارت او دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې وه،د ایران صدر موجوده دورې په مهال د لوظنامو ترسره كيدو هيله لرو۔











