پاکستان د “آپرېشن سندور” په اړه د هند بې بنسټه ادعاګانې مسترد كوي٬ د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان په لوك سبھا كښې د هندي سياسي مشرانو د "آپريشن سندور" په حواله بې بنسټه او غېر ذمه وانه بيانونه په سختۍ مسترد كولو سره په دې خبره زور راوړے چې دا ډول اشتعال انګيزه بيانونه په سوئيلي آسيا كښې عدم استحکام ته هوا وركوي۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل نړۍ خبر ده چې …

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان په لوك سبھا كښې د هندي سياسي مشرانو د “آپريشن سندور” په حواله بې بنسټه او غېر ذمه وانه بيانونه په سختۍ مسترد كولو سره په دې خبره زور راوړے چې دا ډول اشتعال انګيزه بيانونه په سوئيلي آسيا كښې عدم استحکام ته هوا وركوي۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل نړۍ خبر ده چې هند د پاکستان په سيمو د اعتبار وړ ثبوتونو وړاندې كولو نه غېر بريد كړے٬ تش په نامه د ترهګرو په ضد كاروائيو كښې بې ګناه وګړي شهيدان شوي٬ هند د پهلګام پېښې مشتركه تحقيقات لپاره د پاكستان سمدلاسه وړاندېز مسترد كړے دغسې چې د دوي ناسمې ادعاګانې اوبه لاهو نه كړي۔ ده واضحه كړه چې د پاکستان دفاعي صلاحيتونه د هند د هر ډول جارحانه كاروائيو په ضد مضبوط خنډان دي٬ زمونږ لپاره د معمول لاره يوازې په شريك احترام، سيمه ايز سالميت او د نړيوال قوانين په پالنه سره ممكن ده ٬ د هند پرله پسې جنوني ايجنډا، اشتعال انګيز بيانونه او تشې ادعاګانې د منطقې امن خطر سره مخ كوي ۔ وياند د هندي داخله وزير په دې وروستيو كښې د سندھ طاس په تړون بيانونه هم مسترد كولو سره ووئيل دا بې بنسټه ادعاګانې هېڅ قانوني حېثيت نه لري او ترسره شوې قانوني لوظنامې بدلولې نشي۔هند سره د اړيكو په اړه ده ووئيل پاكستان د شريك احترام او نړيوال قانون په بنياد خبرو له چمتو دے خو پاكستان به د خپلې آزادۍ په ضد د هر ډول ناسم بيانيې يا جارحانه كاروائۍ په سختۍ سره دفاع كوي،زمونږ پېغام واضحه دے بې بنسټه ادعاګانو او پوځي جنون څخه په سوئيلي آسياء كښې امن ممكن نه دے يوازې د سفارتكارۍ او نړيوالو اصولو پالنې سره د امن لاره هوارېدې شي۔ وياند د ميډيا د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب كښې ووئيل پاکستان د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې د کشمیری اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كوي٬ د ایران-امریکا ثالثۍ په اړه وياند ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن لپاره په زړه پورې كردار لوبولو له چمتو دے ٬ وياند ووئيل د پاکستان او چین اړيكې مضبوطې دي كومې چې بهرني بيان څخه نه ځپلې كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان په سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام غواړي او د ټولو شخړو سوله ايز لپاره عزم لري۔

مزید خبریں